غازي سیال د پښتو د شلمې پېړۍ په یادو لیکوالانو کښې شمېرل کېږي. نوموړي له د شاعرۍ سره سره ناول نګارۍ، افسانه نګارۍ، تحقیق او تنقید په اړه هم زیارونه باسلي دي.
د سیال د شخصیت، فن او او کار په اړه د بنو سره تړاو لرونکی او باچاخان پوهنتون کښې د پښتونخوا مطالعاتي مرکز ډایرېکټر ډاکټر محب وزیر وایي (غازي سیال د شلمې پېړۍ په هغو یو څو شخصیاتو کښې یو دی، چې پښتو ژبه او ادب یې پر کار او زیار باندې ویاړ کوي.
غازي سیال د پښتو شاعرۍ کښې په سندره باندې ژور اثر پرېښی دی. د پښتو پخوانیو فلمونو لپاره یې ګڼشمېر سندرې لیکلې دي. د دوی شاعري، ناول او افسانه د رومانټسیزم تحریک ته زیاته ورته دی چې پکښې د ژورې منظرنګارۍ تر څنګ د ټولنیزې حقیقت نګارۍ توکي واضح لیدل کېږي. هغوی په تحقیق کښې هغه سندرې چې فوک دي خو د موسیقۍ په تاریخ او هنر د یاد وړ کار دی.)
غازي سیال تر پنځلسو پورې کتابونه چاپ شوي دي او یوشمېر یې ناچاپه هم دي. په چاپ شویو کتابونو کښې یې د یاد وړ دا دي:
د ښکلا هنداره
کشماله
بنزی
ځینې سندرې چې فوک دي خو۔۔۔
زما سندرې ستا د پاره
د روح شهزادګۍ: ګلناربېګم
تنده
ملي سندرې
او داسې نور
غازي سیال یو متحرک ادبي ژوند تېر کړی دی. د هغوی د ادبي هلو ځلو په اړه پروفېسر محب وزیر وايي (غازي سیال د بنو په ادبي تاریخ کښې د طاهر کلاچوي صېب پس هغه شخصیت دی چې معیاري پښتو شعر او ادب یې د ولس ذهنونو ته ورسولو. تر دوی وړاندې د معیاري شعر روایت د نشت برابر وو او نثر خو بېخي نه وو او غازي سیال دغه هر څه ممکن کړل. دوی د پېښور، اسلام اباد، کوټې، کابل او قطر پورې کانفرنسونو کښې نه صرف د بنو نمایندګي کوله بلکې د پوره سوېلي ضلعو تشه به یې ډکوله. د غازي سیال احسانات په پښتو ژبه او ادب او په سوېلي سیمه نه هېرېدونکي دي او تل به یاد ساتل کېږي.)
غازي سیال له تېرو دوو اوونۍ راهیسې له لنډمهالې ناروغۍ ساه ورکړه. نوموړی تېره اوونۍ د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون کښې داخل کړی شوی وو چې بیا وروسته خپل کلي اخوندان بنو ته یوړل شو. نوموړی د نومبر پر ۲۸مه نېټه په خپله پلرنۍ هدیره کښې مازیگر مهال دری بجی خاورو ته وسپارل شو.
د فېسبوک تبصرې