د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار خبریالان معلوماتو ته لاس رسۍ کې ستونزې لري


د افغانستان په ختیځ کې د ژورنالستانو د خونديتوب کمېټې د بشر د حقونونړیواله ورځ د ډېسېمبر په څوارلسمه نېټه ولمانځله.
د افغانستان په ختیځ کې د ژورنالستانو د خونديتوب کمېټې د بشر د حقونونړیواله ورځ د ډېسېمبر په څوارلسمه نېټه ولمانځله.

جلال اباد ـ د فغانستان په ختيځ کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې مسوولین وايي چې سږکال د تېر کال په نسبت د ژورنالستانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې کمی راغلی، خو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


سره له دې چې د بشر د حقونو نړیواله ورځ د ډېسېمبر له ۱۰مې نېټې سره برابره وه خو د افغانستان په ختیځ کې د ژورنالستانو د خونديتوب کمېټې د بشر د حقونو نړیواله ورځ د ډېسېمبر په څوارلسمه نېټه ولمانځله.


په ختيځ کې د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې مسوول شېرشاه همدرد په همدې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، سږکال د تېر کال په نسبت د ژورنالېستانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې کمی راغلی، خو زیاتوي چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي:

" جنګسالاران او مافیايي کړۍ اوس دا جرات نه کوي چې خبریالان له مختلفو ادرسونو څخه په ټيليفون وګواښي. معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم ستونزې شته، موږ د ولایت مقام او ټولو ادارو سره دا خبره شريکه کړې چې خبریالان باید پر وخت معلوماتو ته لاسرسي ولري. بل زموږ عادي خبریالي باید تحقیقي خبریالۍ ته واوړي. افغانستان فساد وران کړی دی. د خبریالانو تحقیقي راپورونه به د دې سبب شي چې په افغانستان کې فساد راکم کړي."

د ننګرهار کې د پژواک خبري آژانس خبریال یوسف ظریفي وايي، کله چې هغوی په کوم څېړنیز راپور کار کول غواړي، په ننګرهار کې د یو شمېر سکتوري ادارو مسوولین ورته کره معلومات نه ورکوي.

"په ننګرهار کې اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر ستونزمن په دې دی چې پرته د والي له ویاند نه او یو څو محدودو ادارو نه یو ریاست هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي. بیا پاتې شو، تحقیقي ژورنالېزم، هغه اسناد چې د يوه تحقیقي راپور لپاره په کارېږي او ډېر عادي اسناد نه وي، چارواکي ډېرې زیاتې بهانې کوي."

د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند وايي چې هغوی ټولو ادارو ته مکتوبونه استولي چې ژورنالېستانو ته دې اړین معلومات ورکړي.

"اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې کله پاس شوی، د افغانستان اسلامي جهوري دولت په ټوله معنا سره خپل اړونده سکتوري وزارتونو ته ادراتو ته واضحه هدایات لېږلي دي چې د رسنيو له استازو او عامو خلکو سره دې اړونده معلومات شريک کړي."

د افغانستان دولت معلوماتو ته د لاسرسي قانون له مخې یو عادي وګړي ته هم دا حق ورکړل شوی چې د دولتي، نادولتي او حتی د ولسواليو د شوراګانو له مسوولینو څخه د پروژو په اړه کره معلومات تر لاسه کړي، خو په ننګرهار کې ژورنالېستان د یو شمېر دولتي ادارو له مسوولینو شکایت کوي، چې د څېړنیزو راپورونو د چمتو کولو پر مهال ورته کره معلومات نه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG