افغان ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې په ننګرهار کې د وژلي جاپاني ډاکتر تېڅو ناکامورا پلان په ټولو ولایتونو کې عملي کوي.
د ولسمشر دفتر بېګا په یوه بیان کې ویلي دي چې اشرف غني دا خبره تېر مازیګر د ننګرهار په برید کې له ناکامورا سره د وژل شویو څلورو ساتونکو د کورنیو له غړو سره د لیدو پر وخت کړې.
بیان وايي، ولسمشر د وژل شویو ساتونکو کورنیو ته د څلورو اپارتمانونو ورکولو امر هم ورکړ. تېڅو ناکامورا د ډېسېمبر پر څلورمه په وسله وال برید کې وژل شوی وو.
تېڅو ناکامورا له جاپانه د روغتیايي خدماتو په موخه افغانستان ته ورغلی وو او یو کلېنېک یې جوړ کړی وو خو چې ویې لیدل چې د ننګرهار په کلیوالو سیمو کې وچکالي د بېوزلۍ، روغتیايي ستونزو او مړینو یو لوی لامل دی نو د دښتو سمسورولو هڅې یې پیل کړې.
ده په اکتوبر کې د جاپان اېن اېچ کې ټېلېوېژن ته په یوه مرکه کې وویل، د کلېنېکونو او روغتونونو "په انتظار- خونو کې د ماشومانو ژړاګانې اورېدل کېږي او تر هغو چې یې درملنه پیلېږي، مري."
ناکامورا وویل: "شاوخوا هره ورځ دا پېښېدل او ماشومان دومره خوارځواکي ول چې ان دستونو هم وژلای شول."
۷۳ کلن ناکامورا د جاپان په لویدیځ کې زېږېدلی وو، طب یې ولوست او پر ۱۹۸۴ز کال یې په پېښور کې د خوراړې (جذام ) ناروغۍ د درملنې په یوه کلېنېک کې کار پیل کړ.
خوراړه په ځینو سیمو کې کوړ هم بلل کېږي او د پوستکي یا څرمنې (جلدي) ناروغي ده.
رویټرز اژانس کاږي، ناکامورا په پېښور کې د هغو افغان کډوالو درملنه کوله چې په ۱۹۷۹ز کال کې یې پر هېواد د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وجې کډوال شوي ول.
نوموړي په ۱۹۹۱ز کال په افغانستان کې کلېنېک پرانیست.
د ده په وینا: "افغانان مې له پامه نشو غورځولای."
په ۱۹۹۶ز کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او څه موده وروسته، په ۲۰۰۰ز کال افغانستان سختې وچکاله وځپه.
ناکامورا اېن اېچ کې ټېلېوېژن ته وویل، د ډاکتر په توګه "تر دې ښه نور هېڅ نه دي چې ناروغ جوړ کړې او کور ته یې واستوې" او شاړې ځمکې بیا ابادې کړې.
د اژانس په خبره، د وچکالۍ له کبله د ناکامورا کلېنېک ته لسګونه لوږې ځپلي ناروغان ورتلل نو ځکه هغه د ستونزې هواري په موخه لومړی کوهیان ایستل پیل کړل او بیا یې د جاپان او افغانستان سیندونو یو بل ته ورته والي ته په کتو د نهر او ویالو جوړولو ته مخه کړه.
پر ۲۰۰۳ز کال یې کار پیل کړ. رویټرز اژانس وايي، پر هم هغه کال ډاکتر ناکامورا رمون میګسیسې جایزه وګټله چې د اسیا نوبېل انعام په نوم هم یادېږي.
ناکامورا له افغانانو سره یو ځای شپږ کاله کار وکړ. زیاتره چارې یې د ننګرهار په سخته ګرمۍ کې په لاسونو بشپړې کړې او بالاخره یې اوږده ویاله وایستله.
د رویټرز اژانس په لیکنه کې راغلي چې هغې ویالې د ننګرهار په کلیوالو سیمو کې ۱۶،۰۰۰ (شپاړس زره) هېکټاره بېدیا بیا ژوندۍ کړه.
د همدې خدماتو له لامله سږکال لومړی بهرنی وګړی شو چې حکومت ورته د افغانستان شهریت (تابعیت) ورکړ.
ناکامورا اېن اېچ کې ټېلېوېژن ته وویل، د ډاکتر په توګه "تر دې ښه نور هېڅ نه دي چې ناروغ جوړ کړې او کور ته یې واستوې" او شاړې ځمکې بیا ابادې کړې.
ده په مرکه کې ټېلېوېژن ته ورزیاته کړې وه چې "په روغتون کې د یو، یو ناروغ درملنه کېږي" خو ویالې یې ټول کلی بیا زرغون کړ چې "بیاژوندي کولو یې زښت خوشاله کړی وو."
د فېسبوک تبصرې