د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: بغداد کې پر امريکايي سفارت د برید تنظيموونکی ايران دی


بغداد کې د امريکايي سفارت ودانۍ
بغداد کې د امريکايي سفارت ودانۍ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې ایران تورن کړ چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت برید یې پلان او تنظیم کړی دی.

نوموړي د عراق خلکو ته ویلي: "په عراق کې څو میليونه هغو خلکو ته چې ازادي غواړي او نه غواړي چې د ایران تر واک او کنټرول لاندې وي، دا ستاسو وخت دی."

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

ټرمپ ویلي، د عراق له حکومته تمه لري چې د ځواک په کارولو سره په بغداد کې د امریکا د سفارت ساتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر خپل ټویټر لیکلي چې امریکا به د ایران هغه لاسپوڅي برید ته ځواب ووايي چې پکې یو امریکايي وګړی ووژل شو.

د نوموړي په وینا دا مهال د ایران ملاتړ لرونکې ډلې، په بغداد کې د امریکا سفارت تهدیدوي.

مایک پمپیو همدارنګه ویلي، د عراق له وزيراعظم او ولسمشر سره یې په هغه هېواد کې د امریکايي وګړو د سرومال د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه ګڼ خلک چې د راپورونو په وینا شمېر یې زرګونو ته رسېده، د بغداد زرغونې سیمې ته ننوتل او ځانونه یې دغلته د امریکا د سفارت ودانۍ او بالاخره د ودانۍ دننه ورسول.

مظاهره چيان ظاهراً د امریکا پر هغه هوايي بریدونو غوسه دي چې په کې د کتایب حزب الله په نوم د ایران پلوه وسلوالې ډلې یو شمېر غړي ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس د عراقي چارواکو له خولې وايي، د امریکا د سفیر او سفارت د کارکونکو د خوندیتوب لپاره سفارت خالي کړل شوی و او امریکايي مامورینو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

د اسوشیټیټډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې د سفارت عمومي دروازه ماته شوې، او کله چې اعتراض کوونکې ودانۍ ته ننوتل د ډزو غږونه اورېدل شوي.

همدارنګه په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې معترضانو د ودانۍ په بهر دیوال اور پورې کړی دی.

ویل کېږي چې پولیسو په بغداد کې د امریکا له سفارت څخه د مظاهره چيانو د په شا کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز کار اخیستی.

راپورونه وايي، مظاهره چيان وروسته له ودانۍ ووتل، خو ژمنه یې وکړه چې د ودانۍ مخکې به پاتې شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا سفارت ودانۍ ته چې په سختو امنیتي تدابیرو کې ساتل کېږي د اعتراض کونکو په رسېدو کې ښايي د عراق امنیتي ځواکونو ملاتړ او همکارۍ رول لرلی وي.

دا په ۲۰۱۲م کال کې د لیبیا په بن غازي کې د امریکا پر سفارت له برید وروسته د دې هېواد پر یوې سفارتي ودانۍ تر ټولو له تاوتریخوالي ډک برید ګڼل کېږي.

په هغه برید کې په لیبیا کې د امریکا د سفیر په ګډون څلور امریکايان وژل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د هېواد پوځ یې په عراق او سوریه کې د کتایب حزب الله پر ډله چې ایران یې ملاتړ کوي بریدونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

نوموړي وویل: "دا یو دفاعي اقدام و، په عراق کې د امریکايي ځواکونو او امریکايي وګړو د خوندیتوب لپاره شوی دی، همدارنګه د ایران مخنیوی هم هدف و، دا د ایران ملاتړ لرونکو ملیشه ډلي دي چې د عراق د خلکو د حاکمیت اصلي حق له پامه غورځوي."

د ایران رژیم پر امریکايي ځواکونو هر ډول برید کې لاس لرل رد کړي او دا یې د امریکا له خوا یو بې ثبونه ادعا بللې ده.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، د ایران د ملاتړ لرونکو وسله والو درې اهداف په عراق او دوه اهداف په سوریه کې د امریکا د پوځي تر هوايي بریدونو لاندې راغلي دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر

عراقي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او او پنځوس نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې په هغو بریدونو کې چې د کتایب حزب الله ډلې د عراق د کرکوک ښار کې کړي، یو غیر نظامي امریکايي قراردادي وژل شوی او د دې هېواد څلور نور سرتېري له یو عراقي سرتېري سره ټپیان شوي دي.

د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران پلوه مظاهره چیانو له خوا د امریکا پر سفارت وروسته امریکا په منځني ختیځ کې د ۷۵۰ نورو ځواکونه ځای په ځای کولو اعلان کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر پرون ( ډیسیمبر ۳۱) په یو بیان کې وویل چې د اضافي ځواکونو ګومارل یو مناسب او حفاظتي اقدام دی ، چې امریکايي وګړیو او تنصیباتو ته د مخ پر زیاتیدونکي خطر په غبرګون کې اخستل شوی.

ویل کېږي چې دا مهال امریکا په عراق کې پنځه زره او په شام کې يو زر پوځیان لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG