د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش له ماتې وروسته ملي امنیتي ځواکونو ته شل تنه طالب وسله وال له خپلو سپکو او درنو وسلو سره تسليم شوي دي.
تسلیم طالبان وايي، په کومو سيمو کې چې دوی د دولت ضد وسله وال فعالیتونه کول، هغه سیمې اوس د حکومت تر ولکې لاندې راغلي، ځکه ملي امنیتي ځواکونو ته تسليم شول.
دغه تسلیم شوي طالب وسله وال د ننګرهار چارواکو د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د جنورۍ په شپږمه نېټه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې ودرول.
په دې کنفرانس کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل، د داعش له ماتې وروسته ملي امنیتي ځواکونو په هغو سیمو کې عملیات پېل کړي چې وسله والو طالبانو په کې د دولت ضد فعالیتونه کول. د ده په خبره له دې وروسته به وسله وال طالبان خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او دولت ته به تسلیمېږي.
نوموړی وايي: ''د داعش له ختمېدو وروسته طالبانو کوشش کولو چې د ننګرهار له شرق نه، لکه د مومندرې، یا دور بابا په ساګي، غوړکي او ماشینۍ په سمو کې نفوذ ورکړي، هلته عملیات پیل شوی او دایمي پوستې به هلته ځای په ځای کېږي. نو هغه څوک چې له طالبانو سره دي، ساحه پرې تنګېږي، دوی مجبور دي چې له جنګه لاس واخلي. نن د ملي امنیت ادارې ته شل تنه چې د خوږیاڼو، چپرهار او مومندرې ولسوالیو کې تسلیم شوي دي.''
تسلیم شوي طالبان هم وايي چې په کومو سیمو کې چې دوی د دولت ضد فعالیتونه کول، هغه اوس د دولت تر ولکې لاندې راغلي، نو ځکه يې له مخالفته لاس واخيست. سمندر چې د مومندرې ولسوالۍ د دولت ضد وسله وال فعالیت کولو، خبریالانو ته وویل:
''ما د اسلامي امارات په لیکو کې له ډاکټر ریاض الله سره فعالیت کولو. زموږ ساحې ته چې امنیتي ځواکونه راغلل، نو موږ پاس غرونو ته وختلو. خو اوس راغلو او له دولت سره يو ځای شوو. زما نورو ورونو ته هم دا خواست دی چې راشي او امنیتي ځواکونو سره يو ځای شي.''
د میین په نوم يو بل تسلیم شوی وسله وال طالب هم په نورو وسله والو طالبانو غږ کوي چې له مخالفته لاس واخلي او دولت ته تسلیم شي.
''ډېرو جنګونو کې مې برخه اخيستې ده. لکه موږ چې راغلو او د سولې له پروسې سره يو ځای شوو، داسې به دا ټول راځي او د سولې له پروسې سره به يو ځای کېږي. زموږ ورته هم دا هدایت دی چې راشئ او د سولې له پروسې سره يو ځای شئ، او نور د افغان وژنې او ورور وژنې لاس واخلئ.''
د ننګرهار چارواکو هم په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له مخالفته لاس واخلي او له دولت سره یو ځای شي. د دوی په خبره که د دولت وسله والو مخالفینو له مخالفت نه لاس وانخيست، د داعش وسله والو په څېر به وځپل شي.
د فېسبوک تبصرې