د کوټې ښار په یوه جومات کې له بمي چاودنې د افغان طالبانو د قاضي القضات عبدالحکيم زوی عبدالغفور او د پاکستاني پوليسو يو لوړرتبه افسر امان الله په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
دا پېښه د جنوري پر لسمه [د جمعې په ورځ] د سټېلایټ ټاون په غوث اباد کې د ماښام لمانځه پرمهال رامنځ ته شوې ده.
چادونه د "دارالعلوم الشریعه" مدرسې په جومات کې شوې ده.
د طالبانو سرچينو مشال راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د "دارلعلوم الشريعه" په نوم د دې مدرسې څښتن د افغان طالبانو اوسنی قاضي القضات عبدالحکيم و.
داعش وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت منلی او او ويلي يې دي چې دا بريد د "ابو جراح البلوشي" په نوم د دوی يو ځانمرګي بريدګر کړی دی.
په کوټه کې د جنورۍ پر اوومه هم د دغه ښار په مرکز کې له یوې چادونې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي ول.
د فېسبوک تبصرې