د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي، خلیزاد ته یې د اوربند وړاندیز کړی


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

اسوشيېټید پریس لیکي، طالبانو امریکایي چارواکو ته په افغانستان کې د موقتي اوربند په اړه ویلي دي.

د سولې خبرو اړوند د طالبانو یوه چارواکي اژانس ته ویلي دي چې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ته یې لیک ورکړی چې پکې له اوو تر لسو ورځو د اوربند ویل شوي دي.

اژانس لیکي، د ډزبندۍ دا وړاندیز په افغانستان کې د سولې تړون او له هغه هېواده امریکایي سرتیرو وتلو او هلته د اتلس کلنې امریکایي جګړې ختمیدا یوه موقع ده.

امریکا له دې وړاندې پر طالبانو د اوربند کولو لپاره فشارونه اچول خو اوس دا مالومه نه ده چې دا وړاندیز به دواړه خواوو ترمنځ د تړون لپاره پوره وي که نه.

خلیلزاد مخکې ویلي ول چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په تړون کې د افغانانو خپل منځي مذاکرات پېلول هم شامل دي ځکه چې د افغانستان د سولې کنجي خپل منځي خبرو کې ده ځکه چې له دې لارې دایمي اوربند، د لږکیو او ښځو حقونه او د طالبانو او افغان حکومت ته د وفادارو زرګونو جنګیالو ژوند خوندي کیدلی شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG