پراګ - د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړي وايي ، حکومت د باران او واورې له کبله ځپل شوي خلک یوازې پرېښې دي.
د دوي په وینا ، تېره اونۍ د واورې له کبله بند شوي سړکونه او لارې لا هم بندې پرتې دي او ولس هغه کارونه په خپله کوي کوم چې د دوي په وینا د حکومت زمه واري ده.
په اسمبلۍ کې د پښین د خانوزی ضلعې استازي او د جمعیت علما اسلام مخکښ عبدالواحد صدیقي د جنورۍ پر ۱۷مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د ده په حقله کې لا هم زیاته برخه لارې بندې دي.
نوموړي وویل، "زما په حقله کې ټول ۲۷ یونېن کونسله دي او په هغه کې یوازې د درو لارې خلاصې دي نور ۲۴ لا هم هغسې بند پراته دي. له چیف سیکرټري سره مې هم ملاقات کړی دی خو د حکومت له خوا هیڅ مرسته او انتظام نشته."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او د اسمبلۍ غړی نصرالله زېری وايي ، حکومت یوازې د ولس تېر اېستلو لپاره ځینې نمایشي ګامونه پورته کړي دي.
نصرالله زېري وویل، "حکومت هیڅ ګړندي ګامونه نه دي پورته کړي ، اوس هم ډېرې لارې بندې دي. حکومت یوازې لوی سړکونه نشي خلاصولای نو هغه نورې سیمې خو پرېږده هغه اوس هم بندې دي او خلک هلته بند دي. حکومت یوازې د ټولنیزو رسنیو لپاره تصویرونه اخلي."
خو په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر عمران زرکون دا تورونه ردوي او وايي چې دوي پر وخت له حکومتي وسیلو کار اخیستی او د ولس مرسته یې کړې ده.
نوموړي مشال راډیو ته وویل, "لویې لارې خو مو په مشینانو خلاصې کړې او یوازې د لرې پرتو وړو وړو کلیو ترمنځ لارې تړل شوې دي هغه هر وخت د یوې یا دوو ورځو لپاره بندېږي خو موږ بیا هم په هیلي کاپټر کې خوارکونه او ډاکټران ور رسولي دي. مرګ ژوبله د لارو بندېدو له کبله نه بلکې د کورونو نړېدو له کبله شوې ده."
عمران زرکون وویل چې د دې باران او واورو له کبله په بلوچستان کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د موسمیاتو ادارې د جنورۍ له شلمې بیا په بلوچستان کې تر درو ورځو د باران او واورې وړاند وینه کړې ده.