پراګ - د بلوچستان د زیارت ضلعې په سنځاوۍ کې سیاسي او ولسي فعالانو او د کاروباریانو اتحادیې مشرانو د یو ځاي قبایلي مشر او پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال سردار احسان الله دومړ پر کور د ایف سي ځواک د چاپې غندنه کړې او په دغه اړه يي د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړی ده.
سردار احسان الله دومړ وايي ایف سي ځواکونو د ۲۵ مې جنورۍ په شپه د ده پر کور غیرقانوني چاپه وهلې او د کورنۍ ۵ غړي يې له ځان وړې او بیا یې پر هغوي تر تشدد کولو وروسته خوشي کړي دي.
سردار احسان الله دومړ د جنورۍ پر ۲۵مه د دې پېښې پرضد په سنځاوۍ کې رابلل شوې احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې وویل چې ریاست غواړي د حقونو لپاره د دوي د روانې مبارزې مخه ونیسي.
ده وویل ، ، “دوي هڅه دا کوي چې کوم سړی دلته د وطن او د حقونو خبره کوي هم هغه سړی په نښه کوي ، هم هغه يي هدف دی.”
ده وویل ، “ما د پاکستان ځواکونه نه دي وژلي ، ما د دوي پرضد قدم نه دی اخستی ، ما ایین نه دی مات کړی. ما د خپلو او ولس د حقونو خبره کړې ده.”
د احتجاج پر مهال د سنځاوۍ بازار تړلی پروت وو او مظاهره چیانو د چاپې پرضد شعارونه ورکول.
بل خوا پښتون ژغورنې غورځنګ د پیښې غندنه کړې او په دې اړه يې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې ده .
د غورځنګ یو مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې د داسې غیرقانوني چاپو له کبله به په ولس کې د ریاست پرضد بیقراري لا ډیره شي.
محسن داوړ زیاته کړه چې ، “ دوي غواړي چې د داسې عملیاتو له کبله په سیاسي فعالانو کې ویره خوره کړي چې خلک د خپلو غوښتنو لپاره اواز پورته نکړي او احتجاج ونکړي.”
خو د محسن داوړ په وینا ، “ نن د سنځاوۍ خلکو ښه ځواب ورکړ چې که ته د شپې په تیاره کې پر ما بریدونه کوې نو زه به ستا دا تور عمل او تور کردار دنیا ته ښایم.”
نوموړي د بلوچستان له هاي کورټ څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه از خود نوټس واخلي.
بل خوا د بلوچستان حکومت دغه تورونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې ایف سي ځواکونه د حکومت په خوښه د قانون سره سمې هلې ځلې کوي چې موخه يي د سیمې امنیت ټینګ ساتل دي.
د بلوچستان په اسمبلۍ کې د سنځاوۍ استازي او صوبايي وزیر نور محمد دومړ مشال راډیو ته وویل چې چاته به د قامي ادارو پرضد د شعارونو ورکولو اجازه ورنکړي.
ده وویل ، “ سردار احسان زموږ د قوم او سیمې مشر دی ، سپین ږیری دی ، د سردار احسان کور زموږ کور دی خو داسې هیڅ هم نه دي شوي. دا رنګ ورله دوي ورکړ.”
نور محمد دومړ زیاته کړه چې ،“ایف سي داسې غلط کار نه کوي، ایف سي زموږ د حفاظت لپاره ولاړ دي او بل ایف سي ځواکونه زموږ په کنټرول کې دي. دوي هر وخت د پوځ پرضد شعارونه ورکوي او د ادارو سره ټکر غواړي.”
د بلوچستان په پښتنه سیمه کې تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو او مشرانو بریدونه شوي او هغوي نیول شوي او په بند کې اچول شوي دي.
حکومتي چارواکي وايي د غورځنګ غوښتنې سمې او طریقه کار یې غلط دی خو د غورځنګ مشران بیا وايي چې د حقونو لپاره اواز پورته کول د دوي انساني او ایني حق دی.