د پښتو زياتره نوې سندرې لنډعمرې وي: پردېسي
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو سندرغاړی انتظار علي پردېسي دی. دی د خيبر پښتونخوا د نوښار او د نوميالي موسيقار او تبله غږوونکي ارواښاد فضل ربي پردېسي زوی دی. پردېسي وايي، ماشوم وو چې له خپل پلار سره به سټوډيو ته تللو او د وخت نوميالي سندرغاړي ګلنار بېګم، کشور سلطان، معشوق سلطان او خيال محمد يې له نېږدې ليدلي او اورېدلي دي. پردېسي له سندرې ويلو سره سره پښتو فلمونو ته موسيقي هم جوړوي. د ده خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر ۱۹, ۲۰۲۴
نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي
-
دسمبر ۱۲, ۲۰۲۴
ضياالدين ضيا وايي د "خيبر جرګې" سندره يې خورا مشهوره شوې
-
دسمبر ۰۵, ۲۰۲۴
خانزاده اسفنديار خټک: پښتانه لا هم نڅا هنر نه بولي
-
نومبر ۱۴, ۲۰۲۴
اصغر اقبال وايي د موسیقۍ زده کړې لپاره یې خورا محنت کړی