"پاکستان کې عدالت د منظور پښتين ټول ضمانتونه منظور کړل"
په پاکستان کې عدالتونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د ضمانت درخواستونه منظور کړي او د هغه پرضد جوړو شوو پنځو واړو مقدمو کې يې په ضمانت د هغه د خوشي کولو امر کړی دی. د پښتين يو وکيل سعيد اختر نن تر عدالتي پرېکړې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د ضمانتونو تر منظورۍ وروسته امکان شته چې منظور پښتين نن له ډېره اسماعيل خان زندانه خوشي کړل شي. احمد شاه اعظمي له سعيد اختر سره په دې اړه مرکه کړې او په لومړي سر کې يې له هغه څخه د ضمانتونو د منظورۍ په اړه پوښتنه کړې. سعيد اختر په ځواب کې وايي....