په کوټه کې د فبرورۍ پر ۱۷مه نېټه د شوې چاودنې چې اووه تنه یې وژلې او څه نا څه ۲۵ تنه یې ژوبل کړي پرضد په دغه ښار کې نن سېشنبه/نهې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په غږ هړتال دی.
مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، جمعيت علمااسلام ف، جماعت اسلامي، نيشنل پارټۍ، قومي وطن پارټۍ او د سوداګرو اتحاديې هم د هړتال ملاتړ اعلان کړی دی.
د کاربندیز پرمهال د کوټې بازارونه تړلي پراته دي او پر سړکونو هم خال خال ګاډي ترسترګو کېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصر الله زېري له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د بلوچستان صوبايي حکومت ولس ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دی ځکه یې نن هړتال اعلان کړی او د دغه پېښې غندنه کوي.
نوموړي په ټینګار سره وویل، چې د ترهګرۍ خلاف جوړې کړې کړنلارې (نیشنل اېکشن پلان) له مخې د دهشتګردانو پروړاندې هېڅ اقدام نه کېږي. ترهګر ازاد فعالیت کوي ځکه خو یې هړتال اعلان کړی چې د ترهګرۍ خلاف کوټلی اقدام وشي.
د مرکزي انجمن تاجران بلوچستان د اطلاعاتو سېکرېټري الله داد ترین مشال راډیو ته ویلي چې د تره ګرۍ دغه پرونۍ پېښې (فبروري ۱۷مه) او تر دې وړاندې دغه ډول سلګونو پېښو د بلوچستان ولس ته د سر او مال لوی زیانونه اړولي دي.
پښتون ژغورنه غورځنګ هم د دوشنبې/ګل ورځې د بريد پرضد نن د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.
په کوټه کې د بشري حقونو فعال شمس مندوخېل وايي، ژوند د هر انسان بنیادي حق دی او د ملک د وګړي ژوند خوندي ساتل د رياست زمه واري ده.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، يو وار بيا داسې ښکاري چې په دې سیمه کې بيا د ترهګرۍ اور ته لمن وهلی کيږي.
هغه زياته کړه چې حکومت او امنيتي ادارې دې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه واخلي، نور دې د انسانانو ژوند خوندي کړي.
هغه پوښتنه وکړه چې د کوټې په ښار کې لس ځايه تلاشياني کېږي بيا سوال دا راپورته کېږي چې ترهګر څنګه ښار ته راشي او خپل هدف ته ورسي.
د کوټې ډي ای جي عبدالرزاق چيمه ويلي د دوشنبې ورځې پېښه یو ځانمرګی برید وو.
د کوټې سېول روغتون وياند وسيم بېګ ويلي د چاودنې له ځایه د اوو تنو مړي او تر ۳۰ پورې ژوبل کسان روغتون ته وروړل شوي دي.
هغه ويلي په ژوبلو کې د پينځو تنو روغتيايي حالت مرګونی دی.
د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزیر ضيا لانګو د پېښې غندنه کړې هغه ويلي په صوبه کې امنيتي ادارې هر وخت چمتو وي او د امنيت په ځای ساتلو پوره هڅې کوي.
د بلوچستان اسمبلی په نننۍ غونډه کې هم د پرونۍ ورځې د ځانمرګي برید ترڅنګ په صوبه کې امنیت په اړه بحث کېږي.
سږ کال په بلوچستان صوبه کې د تره ګرۍ په جلا جلا پېښو کې تر دا مهاله ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د فېسبوک تبصرې