د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ته د ۲۱ ولایتونو ځوانانو ټولنیز او فرهنګي سفر کړی


په ننګرهار کې فرهنګي غونډه
په ننګرهار کې فرهنګي غونډه

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ د وطندار ملي برنامې تر شعار لاندې د ۲۱ ولایتونو ښځینه او نارینه ځوانان، مدني فعالان او خبریالان چې شمېر يې اتیا تنو ته رسېږي، د ټولنیزو اړیکو جوړولو، د فرهنګونو شريکولو، د بېلا بېلو سيمو او تاریخي ودانيو د ليدلو او د تعصب د له منځه وړلو په موخه په دوه ورخني سفر ننګرهار ته تللي چې حال يې بازمحمد عابد په ريپورټ کې راکوي.

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ د وطندار برنامې غړو د فبروري په اتلسمه نېټهخپل فرهنګي سفر د افغانستان د خپلواکي د بېرته ګټلو اتل غازي امان الله خان په مزار د ګلونو د ګېډیو په کېښودلو پیل کړ او بيا يې د ننګرهار پوهنتون په اډيټوریم کې د ملي ويښتیا تر عنوان لاندې يو سيمينار تر سره کړ، چې د ننګرهار، کابل او لغمان پوهنتونو په یو شمېر استادانو سربېره په کې د پوهنتون په سلګونو محصلینو او د یو ویشت ولایتونو ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو په کې ګډون کړی و چې دېرش سلنه يې ښځینه ول.

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ د وطندار برنامې مطبوعاتي مسوول عبدالمعید هاشمي د دې فرهنګي سفر په اړه مشال راډيو ته وویل: "وطندار ملي برنامه دوه کاله وړاندې ډيزاین شوي. ننګرهار ته زموږ د دې لړۍ اتمه کړۍ ده چې تر سره کېږي. اهداف يې د فرهنګونو نږدیکت، د فوکلور بیا راژوندي کول، د محلي لباسونو، محلي خوراکونه، محلي موسیقۍ ژوندي کول، د تعصب له منځه وړل او د هیواد د ابادۍ او پرمختګ د عمراني چارو او طبعي مناظرو نه لیدنه ده."


د وطندار برنامې يو تن ګډون ضیاالرحمن ارمل چې د میدان وردګو ولایت څخه راغلی مشال راډيو ته وویل چې ټول افغانان د ملي یو والي غوښتونکی دی، حکومت ته په کار دي چې د دې یووالي لپاره يو طرحه جوړه کړي.

" ټول ملت دې ته لیواله دي چې ملي یووالي راشي. حکومت نه مو هيله ده چې دې ته يو صحح میکانیزم جوړ کړي چې څنګه ملت سره همغږي کولای شي او د همداسې عدم تشد له لارې ملي یووالي څنګه راوستلای شي."

د زابل ولایت د ځوانانو چار امر نیازمحمد زیارمل وايي، په کار ده چې دغه شان علمي او فرهنګي سفرونه نورو ولایتونو ته هم وغځېږي چې د بېلابېلو ولایتونو خلک له یو بل سره پېژندګلو پیدا کړي او د ټولنیزو اړیکو په بنیاد ملي یووالي ته ورسېږي.

"دا برنامه په توله کې د ملي یووالي، اتحاد او اتفاق لپاره يو ښه برنامه ده. دغې برنامې دې په ټول افغانستان کې عملي شي، دا يو ډېر ښه پروګرام دی."

د ذکر وړ ده چې د فبروري د ولسي ملاتړ د وطندار په دې برنامه کې ګډونوالو د ننګرهار کانال د زیتونو د پروسس له فاریکې لیدنه وکړه، بیا يې د مثبت بدلون ټولنې چارې د يوه پرزنټیشن په توګه وکتلې، د شاهي ماڼۍ د رغونې چارې يې مشاهده کړې، د عدم تشدد د لاروي او خدايي خدمتګار تحریک باني فخر افغان باچا مزار ته ورغلل، ماښام مهال د دسیکانو درمسال ته ورغلل او په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شويو سیکانو په یاد يې شمعې ولګولې او تر غزلیز ماښام وروسته يې د محلي موسیقي پروګرام تر سره کړ.

د وطندار برنامې د سفر دا غړي به نن چارشنبه د دره نور او کامې ولسوالیو ته ورخي او هلته به د طبعیي منظرو پر لیدلو سربېره د روایتي موسیقۍ تر څنګ د سیمې د خلکو له فرهنګ سره اشنايي پیدا کوي.


د ذکر وړ ده چې د وطندار برنامې غړو د فبروري په اولسمه نېټه په لغمان ولایت کې تر د ويښتیا تر سيمینار وروسته بېلابېل تفریحي او تاریخي ځایونو څخه هم لیدنه کړې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG