د جنوبي ایشيا لپاره د امريکا بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې، ايلس ويلز د سيند های کورټ د پنجشنبې ورځې هغه پرېکړه غندلې چې د امريکايي خبريال ډېنیل پرل په وژنه تورن يو کس سزا یې کمه کړې او درې نور ملزمان يې خوشې کړي دي.
ايلس ویلز د اپرېل په درېمه پر ټويټر ليکلي چې دا پرېکړه د ترهګرۍ قربانيانو بې عزتي ده.
په تورنو کسانو کې د عمر شېخ سزا ۷ کلونو ته راکمه شوې. پر هغه تور دی چې په ۲۰۰۲ کال یې پرل تښتولی او وژلي وو. د پاکستان حکومت ويلي چې د دې سزا خلاف به اپېل کوي. ايلس ويلز د پاکستاني حکومت دا دريځ ستایلی.