د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د پښتونخوا میپ یو مخکښ سردار مصطفی خان ترین ومړ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي سیکټراو پخوانی صوبايي وزیر بلدیاتسردار مصطفی خان ترین تر لنډې ناروغۍ ورسته نن په حق رسېدلی دی.

۷۲ کلن سردار مصطفی خان له څو ورځو راهیسې د ځګر په ناروغي اخته وو او دوې ورځې لمخه چې یې کوټې ته د درملنې لپاره وړی وو نو کرونا ټیسټ یې هم مثبت راغلی وو. نوموړی په تېر حکومت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر ټیکټ باندې نه یوازې له پشین څخه داسمبلۍ غړې ټاکل شوی وو بلکې د بلدیاتو صوبايي وزیر هم پاته شوی وو.

سردار مصطفی خان د خپل ژوند لویه برخه د پښتونخوا ملي عوامی ګوند تر بیرغ لاندې د چیرمین محمود خان اڅکزي په مشر تابه کي په صوبه کي د محکومه قامونو د حقوقو د تر لاسه کولو په هلو ځلو کي وقف کړی وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلی غړي نصرالله زېري مشال راډیو ته وویل چې سردار مصطفی خان ترین د طالب علمی له وخته په سیاست کې وو او د یاد ګوند له لومړنیو ملګرو څخه وو. نوموړی دوه ځلي له پشین څخه د بلوچستان اسمبلي غړی او یوځل د پشین ولسوالی ناظم هم ټاکل شوی وو.

سردار مصطفی خان ترین جنازه به په خپله پلرنۍ هدیره کلي سکان خان پښین کې نن مازیګر ادا کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG