د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م: کورونا وبا به جنګ ځپلو هېوادونو ته قحط راوړي


په افغانستان کې له وړاندې وچکالۍ ګڼ خلک بې کوره کوي
په افغانستان کې له وړاندې وچکالۍ ګڼ خلک بې کوره کوي

د خوړو نړيوالې ادارې رپورټ وايي، د نړۍ د لوږې وهليو کسانو شمېر ښايي له ۱۳۵ ميليونو څخه څه باندې ۲۵۰ ميليونو ته لوړ شي. د ادارې په خبره، د خوراک د کمي خطر د نړۍ د هغو ۱۰ هېوادونو وګړيو ته پېښ دی چې اقتصاد يې کمزوری او جګړې پکې روانې دي.

د ملګرونو ملتونو رپورټ وايي، د کورونا وبا له راتلو مخکې حتی د جنوبي اسيا او ختيځې افريقا په ځينو برخو کې اوږدې وچکالۍ او پر فصلونو د ملخانو حملو د خوړو د کمښت مساله جوړه کړې وه.

کورونا وبا به جنګ ځپلي هېوادونو ته قحط راولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د خوراک نړيوالې ادارې يا ‌‌‌‌‌‌ډبليو اېف پي مشر ‌‌‌‌‌‌ډېویډ بېسلې، چې کورونا وايرس وهلی وو خو بېرته روغ شوی، په وروستيو کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يوه ویډیويي کنفرانس کې وويل چې دوی ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې د نړۍ په غريبو او جګړه ځپليو هېوادونه کې د خوړو د کمښت مسالې شاهدان واوسي.

نوموړي امنيت شورا ته په خپله وينا کې زياته کړه چې د غذايي قلت بحران د مخنيوي لپاره نړيوال بايد دانشمندانه او چټک اقدامات وکړي.

د خوړو بحران په اړه د ملګرو ملتونو څلورم کلنی رپورټ ښيي چې يمن، ‌‌‌‌‌‌ډيموکريټېک رېپبلېک اف کانګو، وېنزوېلا، اېوتوپيا، سو‌‌‌‌‌‌ډان، جنوبي سو‌‌‌‌‌‌ډان، شام، ناېجېريا، هېټي او افغانستان د خوړو له شديد قلت سره مخ کېدای شي.

يو افغان ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فضل الله اختر، چې له جرمني يې د اوبو د تنظيم په برخه کې پي اېچ ‌‌‌‌‌‌ډي کړې، په افغانستان کې د خوړو د کمي ستونزه جدي بولي او هغه لاملونه په ګوته کوي چې د ده په خبره، د پام وړ شمېر افغانان يې بېوزلي او اوږي پاتې کړي دي.

‌‌‌‌‌‌''افغانستان له غذايي قلت سره مخامخ دی. بدبختانه، موږ په زراعتي سېکتور کې خودکفا نه يو. د هېواد وګړي صحي خدماتو ته هم، هغه رنګ چې لازمه ده، لاسرسی نه لري. زراعتي توليد مو دومره نه دی چې زموږ ضروريات پوره کړي. نتيجتاً په هېواد کې د خوراکي توکيو قيمتونه لوړ او عام خلک له مشکل سره مخ شوي دي. بلخوا زموږ ذخيره خانې د موجوده نفوس خوراکي اړتياوې نه پوره کوي. په افغانستان کې د دوايانو د توليد چارې هم د تسلۍ وړ نه دي. خدای مه کړه که په هېواد کې د کورونا مسالې همداسې پسې شدت وموند، نو زه فکر نه کوم چې دولت دې دومره ظرفيت ولري چې په صحيح مانا د ولس مرستې ته حاضر شي. موږ لا هم په پښو ودرېږو او ادارې مو د جوړېدو په حال کې دي. لنډه دا چې د نورو هېوادونو په پرتله، افغانستان ته ‌‌‌‌‌‌ډېر مشکل متوجه دی.''

‌‌‌‌‌‌ډاکټر فضل الله اختر زياتوي، د افغانستان حکومت کولای شي د اوبو او انرژۍ، زراعت، صنعت او صحت وزارتونو د موثره لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو له لارې هېوادوالو ته اړين خدمات برابر کړي او هغوی د لوږې او فقر له ممکنه حالته وژغوري.

‌‌‌‌‌‌''افغان دولت او مربوطه ادارې بايد په عاجله توګه کار پيل کړي. هغه ولايتونه بايد په نښه شي چې د کورونا مثبتې پېښې پکې ثبت شوي او بازارونه يې بند دي. هغوی ته بايد په سمدستي ‌‌‌‌‌‌ډول د نړيوالو ادارو مرستې ورسول شي. بل وړانديز دا دی چې د ولايتونو ښاروالۍ بايد د خوراکي توکيو بيې کنټرول کړي. زراعت وزارت هم بايد زيات فعاله شي. دوی کولای شي د مالدارۍ په برخه کې نرخونه کنټرول کړي. ښه به وي که دا وزارت د زونونو په کچ يخې خونې جوړې کړي چې د ضرورت پر وخت اړمنو خلکو ته په مناسبو بيو خوراکي شيان ترلاسه شي. د افغانستان د صحت وزارت هم بايد تيار واوسي چې خلکو ته روغتيايي خدمات ورسوي او په دې ترڅ کې د کورونا وبا د لا خپرېدو مخه ونيول شي.''

د خوړو نړيوالې ادارې مشر ‌‌‌‌‌‌ډېوې‌‌‌‌‌‌ډ بېسلې وېره ښودلې چې که ملګرو ملتونو د نړۍ غريبو او لوږې وهليو خلکو ته پر وخت مرستې و نه رسولې نو ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې ۳۰ ميليونه او يا تر دې هم زيات کسان مړه شي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د نړۍ شتمن هېوادونه به د غريبو او جګړه ځپليو هېوادونو د وګړيو د لوږو تندو له اغېزه بچ پاتې نشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG