پراګ - د پښتونخوا د نورو کلیوالو او غرنیو سیمو په څېر د کوز دیر تالاش دره هم د فطرت په رنګونو ښایسته او ګلورینه ده خو د ژوند له ډیرو اسانتیاو اوس هم بې برخې ده ــ دلته د غرونو په سرونو د نښتر ونې ولاړې دي او په لاندې ترې د یخو اوبو چینې ، پټي او باغونه دي خو په ټولنه او چاپیریال کې د روانو بدلونونو په نتیجه کې دا قدرتي وسیلې له خطرونو سره مخ شوې دي.
د ګیس اسانتیا نشته نو خلک د اور لپاره ځنګلونه وهي ، د خلکو د بیغورۍ له کبله سیندونه خیچن شوي دي او د باغونو او فصلونو لپاره د کیمیايي موادو کارولو په پولو پټو زهر خواره کړي .
د زیارت تالاش ۱۱کلنې منال شاهد خداي خبر دا احساس له کومه راوړی چې په نړۍ کې د زورور ماحولیاتي بدلون پر مخ د خپلې خاوری فطري ښایستونه او د خپلو خلکو ژوند خوندي کړي ـ
هغه په ولس کې د بیدارۍ لپاره له ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا هم کار اخلي او په سکول کې په دغه اړه له خپلو همځولو او استادانو سره مباحثې راجوړوي ــ د هغې خبره پاکه او په لهجه کې يي بلها باور دی.
انسان هله خوشالي موندلای شي چې چاپیریال پاک وي. چې اوبه ، هوا او خوراک پاک نه وي نو بیا خو به رنځونه خواره شي او رنځوران څنګه خوشاله پاتې کېدای شي؟منال شاد
ما ترې پوښتنه وکړه منال! ته خلکو ته څه وایې ؟ نو راته يي په ځواب کې وویل چې ، “ زموږ په سیمه کې ډیر کم خلک داسې دي چې د اوبو خیال ساتي. زه به درله د پنجکوړی سیند مثال درکړم ، د ټول بازار ګند دغه سیند ته اچول کیږي او له کورونو خیچنې اوبه ورته هم روانې وي. نو دا خبره ماله ډیر خپګان راولي ، دې سره خو به دا سیند ټول خراب شي ، او ماهیان به پکې هم مړه شي . ګوره دا خو زموږ ښکلا ده، ښکلې منظر دی ، موږ له پکار دي چې دا ګنده نه کړو.”
منال یوه خوندوره خبره دا کوي چې انسان هله خوشالي موندلای شي چې چاپیریال پاک وي. هغه وايي چې اوبه ، هوا او خوراک پاک نه وي نو بیا خو به رنځونه خواره شي او رنځوران څنګه خوشاله پاتې کېدای شي؟
منال اوس اوس په خپل سکول کې د خپلو همځولو په مرسته د بوټو د کرلو کمپاین هم پیل کړی ، دوي خلک راهڅوي چې بوټي نال کړي او خصمانه يې وکړي.
دا وايي ، “ زه خلکو ته وایم چې ونې مه پرېکوئ ، او چې یوه ونه پرې کړئ نو لس بوټي نور وکرئ ، بل دا فیکټریانې او د ګاډو استعمال کم کړئ ، ډیر خلک نیزدې ځاي ته هم په ګاډي کې ځي ، د ګاډو لوګي په هوا کې شامل شي او چې بیا موږ کله ساه اخلو نو زموږ وجود ته ځي او موږ ناروغه کیږو. دلته ډیره غریبي ده ، ګیس نشته نو خلک د اوربلولو لپاره لرګي کاروي او ځنګلونه وهي. “
د منال شاد د کار په اړه اوس اوس د اکسفورډ پوهنتون یوې زده کوونکې ساره جهان خان د “پاڅون” په نوم یو وړوکی مستند فلم هم جوړ کړی چې د اپریل پر ۲۱مه يې په جرمني کې د فلمونو په یوه مېله کې لومړۍ جایزه هم ګټلې ده .
د دغه فلم او منال شاد د هلو ځلو په اړه د هغې پلار شاد محمد وایي څه موده وړاندې يي لور پر سوشل میډیا د چاپیریال د ساتنې په اړه یوه ویډیو خپره کړې وه ، چې ډیرو خلکو کتلې او خوښه کړې وه.
د ده په وینا ، له هغه وروسته ورسره د اکسفورډ پوهنتون زده کوونکې ساره جهان خان تماس ونیوه ، او د منال پر هلو ځلو يې د پاڅون په نوم فلم جوړ کړ چې خلکو وستایه.
شاد محمد وایي ، هغه د خپلې لور ډاډګیرنه کوي او د هغې د خوب رښتیا کولو په مزل کې ورسره مرسته کوي.
منال وایي ، “ زموږ وطن ښایسته دی او ښکلي ښکلي غرونه او سیندونه لري ، بیا هم دلته غریبي ده او رنځونه ډیر دي. هغه زیاتوي چې که موږ په رښتیا پرمختیا او روغ صحت غواړو نو دا چاپیریال ساتنه به ارومرو کوو.”
د منال شاد د خبرې په وړتیا کېدای شي ډیر خلک یا پوهه نه شي ، او یا يې په پام کې نه راولي خو د هغې رښتیا ، دلیل او د لهجې باور ښايي چې د پښتونخوا په غرونو او درو کې به د هیلو ، رڼا او شعور کاروانونه هم دغه رنګ د خپل منزل په لور مزلونه روان ساتي.
د فېسبوک تبصرې