د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا د خان اپرېدي د وچې مېوې ګرځنده هټۍ هم وتړله


خان اپرېدی چې اصلي نوم یې شمشېر اپریدی دی او په خان لالا شهرت لري، د کویت په سالمیه ښارګوټي کې ژوند کوي او د کورونا وایرس له وجې جوړ شوي حالت یې کاروبار خراب کړی دی.

هغه د وچو میوو ګرځنده هټۍ لرله او خلکو به ترې په ټیلیفون فرمایشونه کول او ده به هم په خپل ګاډي کې ورته وچه مېوه رسوله.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، غوزان، بادام، کشمېش، زعفران، پسته او نورې وچې مېوې به یې د خپلې ګرځندې هټۍ له لارې خرڅولې خو بیا کورونا راغله او دی اړ شو چې په زړه لویه تیږه کېږدي او خپل کاروبار بند کړي:

"دا اوس چې دا کورونا راغله نو داسې شوه چې خلکو هېر کړم، اوس څوک ټیلیفونونه هم نه کوي، ماته به خلکو ټیلیفونونه کول او ما به ورپسې کورونو ته مېوه ور وړه. نو اوس کار ځنډېدلی دی. یو زه نه یم، ټولې دنیا ته تکلیف دی، ټول خلک پرېشانه دي."

خان اپرېدی له ۳۸ کالو راهېسې په کویت کې کار کوي.
خان اپرېدی له ۳۸ کالو راهېسې په کویت کې کار کوي.

خان اپرېدی اوس هره میاشت له یو لک نېولې تر یو نیم لک پاکستانیو روپیو برابر تاوان کوي. هغه وايي، خبر نه دی چې د کویت حکومت به د خپلو خلکو سره مرسته کوي کنه؟ خو له هغه سره هېچا مرسته نه ده کړې.

"دلته کې خو موږ په سوال باندې ژوند تېروو، ولې چې دا خو زموږ وطن دی نه کنه، دوی به د خپلو خلکو سره مرستې کوي خو زموږ تپوس به څوک وکړي، ما خو داسط څه نه دي اورېدلي."

هغه په دې حال هم شکر وباسي او وايي، داسې تاوانونه یې پخوا هم ډېر ګاللې دي، نو دا وخت به هم تېر شي.

شمشېر خان اپرېدی اوس ۶۰ کلن دی، او ۳۸ کاله وړاندې چې د خیبر پښتونخوا د دره ادم خېل نه کویت ته تلو نو عمر یې یواځې ۲۲ کاله وو. په کویت کې د خپلو ښو کړنو له امله نه یواځې د ځینو خلکو په زړونو کې یې ځای پیدا کړی بلکې یوې ځايي شتنمې کورنۍ خو عین په کور کې یوه کوټه ورکړې، کرایه ترې نه اخلي او هغه وايي، د اقامې پیسې هم ترې څوک نه غواړي.

هلته په وطن کې د خپلې کورنۍ د ورځو شپو په اړه وايي:

"په وطن کې مې مېرمن ده، پنځه بچي مې دي، دوه مې زامن دي، درې مې لوڼې دي. بس الحمد لله ښه ګوذاره مو کېږي، هغه د چا خبره پر نغري مو تېغنه باندې ده. نور هسې هم زموږ د پښتنو په کورونو کې ساده غوندې ژوند وي، بس ټیکله او اینګولی پر دسترخوان ږدو او د خدای شکر وباسو. ډېرې خرچې موږ نه کوو."

د خان اپرېدي په لېږلو پیسو یې هلته په وطن کې بچي سبک وايي، او دی تمه لري هغه سختۍ چې په ژوند کې ده لیدلي، د ده بچیان یې ونه ویني او یو ارامه ژوند دې تېر کړي.

خان اپرېدي به په خپل ګاډي کې خلکو ته وچه مېوه رسوله
خان اپرېدي به په خپل ګاډي کې خلکو ته وچه مېوه رسوله

له وطنه د مسافر کېدو پر مهال چې د ادم خېلو د دغه ځوان په سترګو کې کوم خوبونه وو، هغه د ۳۸ کلونو تېرېدو باوجود هم پوره شوي کنه؟ هغه وايي:

"داسې لوی خوبونه خو مې لیدلي هم نه دي خو د خپلو بچیانو د تعلیم او تربیې ارمان لرم. الله پاک دې هغوی یو ځای ته ورسوي چې سترګې مې پرې رڼې شي. زه چې کویت ته راتلم نو خیال مې نه وو چې دومره ډېر کلونه به په مساپرۍ کې تېروم خو بس وخت و تېر شو."

خان اپرېدی وايي، ټول عمر یې کار کړی او اوس یې هم نه خوښېږي چې وزګار کېني نو د کورونا او د قرنطین په ورځو کې هم د خپلو ګاونډیانو سره د سود سودا په اخېستو کې کومک کوي. د هغه په ګاونډ کې د فلسطین او مصر اوسیدونکي جوړې ژوند کوي چې د ده په وینا عمرونه یې تر اتیاوو زیات دي او هغوی نشي کولی له بازاره خواړه یا سودا راوړي نو دی ورسره مرسته کوي.

"دوی سره له کلونو راهېسې پېژنم، به یو مالت کې اوسېږو او په یو جومات کې مو لمونځونه کړي نو اوس چې هر څه بند دي او هغوی سودا نه شي راوړی نو زه یې حال اخلم. تېل، ګیس، خوراکي مواد او نور یې چې څه پکار وي، خاص د خدای د رضا لپاره هغوی ته رسوم."

خان اپرېدی په داسې حال کې چې خپله یې هم ورځ ښه نه ده خو تر ځان زیات پر هغو نورو پښتنو زورېږي چې دا مهال په کویت او نورو عربي هیوادونو کې تر هغه هم په بد حالت کې ژوند کوي.

د خان اپریدي په اړه غږیر راپور دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG