د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د بندي طالبانو خوشي کول چټکوو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې له تشدده دې لاس واخلي. هغه نن (د مې په ۲۴مه) په کابل کې د اختر په مناسبت په وېنا کې وويل د طالبانو له خوا د اختر له ورځې شروع شوي درې ورځني بند هرکلی کوي.

د مې ۲۴مه د اختر لومړۍ ورځ ده او ولسمشر غني په خپله وېنا کې ولس ته د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې وويل چې د سولې لپاره به د طالب بنديانو خوشي کول چټک کړي. هغه زیاته کړه چې طالبان بايد پوه شي چې اوربند کول د دوی کمزوري نه ښيي نو ځکه دې د تشدد پر ځای مذاکراتو ته مخه کړي.

طالبان بايد پوه شي چې اوربند او مذاکرات د دوی کمزوري نه ده. راځئ چې خبرو ته سره کښېنو
ولسمشر غني

ولسمشر غني همداراز وويل: ((طالبانو چا غلط پوه کړي چې اوربند د دوی کمزوري ده. داسې نه ده. تشدد پريږدئ او د سولې مذاکرات راسره پېل کړئ.)) طالبانو تر دې دمه د ولسمشر غني د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو په تېرو وختونو کې يې افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی.

البته طالبانو د مې په ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د اختر په لومړيو درې ورځو کې به حملې نه کوي. دوی زیاته کړه: ((د مشرتابه له‌ خوا لارښوونه شوې چې اوربند وکړي او په هېڅ ځای کې دې "تعرضي عملیات" نه کوي.))

په دې پسې سمدستې، ولسمشرغني پر ټويټر د طالبانو د دې کار هرکلی وکړ او وې ليکل چې دی هم اوربند کوي نو ځکه يې ځواکونو ته امر کړی چې يوازې د بريد په وړاندې ځواب ورکړي. امريکې، يوناما او ناټو د دې اعلانونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا اوربند پسې اوږد کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر، يوناما پر ټويټر وليکل چې دواړه خواوې دې دا جنګ بندي دايمي کړي. همداراز د مې په ۲۳مه، د افغانستان سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړې استازي زلمي خليلزاد پر ټويټر وويل چې له دې فرصته په ګټې سره بايد دواړه خواوې تشدد ته ستنې نه شې، د بنديانو تبادله بشپړه کړي او د بېن الافغاني خبرو لپاره پر يوې نېټې کار وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا د شمېرو ترمخه د ولسمشر د حکم په اساس يې زر طالبان خوشي کړي دي. طالبانو ويلي چې دوی د افغان حکومت له شپېتو زیات بنديان ورپرېښي دي. د بنديانو دا تبادله د امريکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په ۲۹مه شوې د سولې لوظنامې برخه ده. په دغه لوظنامه کې ويل شوي چې افغان حکومت به پينځه زره طالب بنديان او طالبان به زر کسان له زندانونو خوشې کوي او په دې توګه به بېن الافغاني خبرو ته لار برابرېږي.

ولسمشر غني په دې اړه بيا بيا ويلي چې دا ضمانت بايد موجود وي چې خوشې کېدونکي طالبان به بيا د جنګ مېدان ته نه ورګرځي او په تشدد کې به کمی راځي. خو تر دې تړون وروسته هم جګړې نه دې کمې شوې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر، يوناما له خوا د مې په ۱۹مه د خپرو کړو شمېرو ترمخه، د اپرېل په مياشت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله د ولسي وګړو وژنه ۲۵ فېصده زیاته شوې ده.

دې ادارې ويلي چې دا کال په دغه مياشت کې طالبانو ۲۰۸ او افغان ځواکونو ۱۷۲ ولسي وګړي وژلي دي. بلخوا رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د مې پر ۲۳مه وویل د روژې په میاشت کې په هېواد کې په وسله والو بریدونو کې ۱۴۶ ملکي وګړي ووژل او ۴۳۰ ژوبل شول.

په ۲۰۱۸ کال کې هم د کوچني اختر په مناسبت طالبانو او افغان حکومت درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG