د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال ننګرهار کې هندواڼه ډېره کرل شوې

په ننګرهار کې د ندواڼو حاصلات ډېر شوي
په ننګرهار کې د ندواڼو حاصلات ډېر شوي

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږ کال د تېر کال په نسبت د هندواڼو په حاصلاتو کې زیاتوالي راغلی، خو بزګران بیا شکایت کوي چې د اوبو کموالي له امله یې سږ کال د هندواڼو حاصلات کم شوي دي.

ننګرهار يو زراعتي ولایت دی چې په دې وروستيو کلونو کې په کې د ډول ډول ميوو باغونه جوړ شوي او هر کال په کې موسمې ميوې لکه هندواڼې او خټکي هم کرل کېږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږکال په دې ولایت کې د تېر کال په نسبت د هندواڼو ښه حاصلات ورکړي دي.
د کرنې ریاست مرستیال عبدالوارث تاند مشال راډيو ته وویل، سږکال به د تېر کال په نسبت د هندواڼو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راشي:

"تېر کال په ننګرهار دوه نیم زره هکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرل شوې وې چې سل زره ټنه حاصل يې ورکړی و. سږکال په کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی."

د ننګرهار د کانال ریاست اړوند په څلور او دريم فارم کې هم کروندګرو په اجارو ځمکې نيولي او هندواڼيیې په کې کرلي دي. د دې ځمکو کروندګر وايي چې سږکال يې د اوبو د کموالي له امله په حاصلاتو کې کموالی راغلی.
د رحمت الله په نوم يو تن کروند ګر چې په دريم فارم کې يې د کانال ریاست ځمکه په اجاره نیولي، د اوبو له کموالي شکایت کوي.

"یوازینی مشکل زموږ د اوبو د کموالي دی. دولت چې کومې اوبو د فارم بوټو ته راځي، هغه موږ ته په نوبت راکول کېږي چې دا میوه ده او ډېرې اوبه غواړي او هغه اوبه موږ سره نشته. سږکال زموږ د هندواڼو فصل مکمل په تاوان کې دی."

د ګل داد په نوم يو بل تن کروند ګر هم ورته شکایت لري.

" سږکال د نورو کلونو پر تله حاصلات کم دي او دولت زموږ نه اجارې د کال په سر کې اخیستي دي."

خو د ننګرهار د کانال ریاست ویاند سید همایون غریبمل د کروندګرو دعوې بې بنیاده ګڼي، وايي چې دوی د کانال ریاست اړوند په يوه فارم کې هم د اوبو د کموالي ستونزه نه لري.

"هندواڼه او خټکي په دريم او څلورم فارم کې زیات کرل شوي، خو د اوبو مشکل یوه یوه نیم میاشت وروسته راپیدا کېږي، خو هغې ته هم د کانال شرکت تدابیر نیولي دي. د یوه میګاواټ سولري برېښنا په ذریعه ټیوب ویلونه جوړېږي. خو ټولو فارمونو امرینو وویل چې اوس لپاره موږ د اوبو مشکل نه لرو."

د ذکر وړ ده چې سږکال د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې په درې زره هکتاره ځمکه هندواڼه کرل شوې چې د کرنې ریاست مسوولین د ښه حاصلاتو خبر ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG