د پاکستان ځوانان ډاکټرانو سازمان دجون پر ۲۴ مه نېټه له ډېرې مودې پس د ځوانان ډاکټرانو ورځ لمانځي. د دوي په وينا، په نړۍ په تېره په پاکستان کې په حکومتي روغتونونو کې زياتره خدمتونه ځوان ډاکټران کوي خو په خبره يې تنخا يې کمه، د اوسېدو ځای نلري او کاري وختونو يې زيات وي. په دې اړه عبدالحي کاکړ د اسلام اباد د ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر فضل ربي سره مرکه کړې او په سر کې يې ورڅخه د دې ورځې د لمانځلو د هدف په اړه پوښتنه کړې ده؟