د امريکا دفاع وزارت له خوا د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړيکو په اړه خپور شوي رپورټ ځينې کارپوهان د افغان سولې پروسې په اړه اندېښمن کړي دي.
د جولايي لومړۍ نېټې په رپورټ کې دفاع وزارت ويلي چې په افغانستان کې د وسله والې ډلې القاعدې سمييزه څانګه له طالبانو سره لاهم "نېږدې اړيکي" پالي او هلته په مېشتو امريکايي عسکرو باندې په حملو کې "دوامداره دلچسپی" لري.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه په دوحه کې د سولې تړون لاسليک شوی وو چې پکې د طالبانو د القاعده په ګډون نورو نړيوالو وسله والو ډلو سره د اړيکو شلولو شرط هم شامل وو.
د دفاع وزارت اوسنۍ رپورټ به د سولې په بهېر په داسې حال کې ښايي ناوړه اغېز وکړي چې بین الافغاني مذاکرات د پېلېدو په حال کې دي.مشتاق رحيم
د امريکا بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي او د طالب مشران ترمنځ وخت نا وخته کتنې کېږي او دواړه غاړې وايي چې په تړون کې پر ليکل شويو نکتو په ښه توګه پرمختګ روان دی.
خو د امريکا دفاع وزارت د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړيکو دې رپورټ د دواړو غاړو خوشبينې تر پوښتنې لاندې راوستې ده. په کابل کې د سياسي چارو پوه مشتاق رحيم وايي چې د تړون په اړه د طالبانو او امريکا خارجه وزارت دا تاثر ورکوي چې هر څه سم روان دي خو د ده په وينا د امريکا دفاع وزارت بيان وښودله چې د سولې د روان بهير په لړ کې د دفاع او خارجه وزارت ترمنځ همغږي نشته.
نوموړي زياته کړه چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې ملګرو ملتونو هم د طالبانو او القاعدې د اړيکو په اړه رپورټ خپور کړی وو. ملګرو ملتونو ويلی ول چې طالبان او القاعده د پخوانۍ دوستۍ، د ګډو هڅو د تاریخ، نظرياتي خواخوږی او "د ډلو په يو بل کې دورګډېدو پر اساس لاهم يو بل نږدې دي."
مشتاق رحيم زياته کړه چې د دفاع وزارت اوسنۍ رپورټ به د سولې په بهېر په داسې حال کې ښايي ناوړه اغېز وکړي چې بین الافغاني مذاکرات د پېلېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو رپورټ کې دا هم ويل شوي ول چې کله د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې وې نو طالبانو مسلسل له القاعدې سره مشورې کولې او ورته يې ډاډ ورکړی وو چې ورسره به پخوانۍ اړيکې پر ځای ساتي. القاعده هغه ډله ده چې له کبله يې امريکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت نسکور کړ.
کله چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر پر يوولسمه نېټه وسله والې ډلې القاعده په امريکا کې بريدونه وکړل نو هغه وخت د دې ډلې مشر اسامه بن لادن، نور مشران او جنګيالي په افغانستان کې ول. امريکا له طالبانو د اسامه بن لادن د ورسپارلو غوښتنه وکړه چې و نه منل شوه او امريکا هم د دې کال اکتوبر مياشت کې پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت يې له منځه یو وړ.
بايد په اهغو وسله والو ډلو ته زيات پام وشي چې اوسمهال يې په افغانستان کې زيات خطر رامنځ ته کړی.حکمت اعظمي
په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت اعظمي وايي چې کله هم د طالبانو او امريکا ترمنځ مذاکرات شوي نو د واشنګټن غوښتنه دا وي چې طالبان دې له القاعدې سره اړيکې وشلوي. هم دا هغه شرط وو چې د سولې په تړون کې ذکر شوی دی. د دواړو غاړه په تړون کې ويل شوي چې طالبان به د القاعده په ګډون خپلو غړيو او نورو کسانو او ډلو ته دا اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې امریکا او یا د هغوی ايتلافيانو ته يو ډول ګواښ پېښ کړي. بلخوا به طالبان له هغو کسانو او ډلو سره همکاري نه کوي او هغوی به د خلکو له ګومارنې، روزنې او پيسو راغونډولو راګرځوي چې امريکا يا د هغوی ايتلافيانو ته خطر وړاندې کوي. پر دې سربېره به طالبان نه خو هغه چا ته په افغانستان کې د پناه يا استوګنې اجازه ورکوي او نه به هم ويزه، پاسپورټ يا نور سفري او قانوني اسناد ورکوي چې د امريکا او ايتلافيانو لپاره خطر دي.
خو حکمت اعظمي وايي چې القاعده اوس هم تر يو حده په افغانستان کې شتون لري خو د ده په وينا بايد هغو وسله والو ډلو ته زيات پام وشي چې اوسمهال يې زيات خطر رامنځ ته کړی. نوموړی په دې کې داعش ډله یاده کړه چې په وينا يې له پاکستان مېشتو لشکر طيبه او جيش محمد وسله والو ډلو سره اړيکې لري.
په لشکرطيبه او جېش محمد په پاکستان کې بنديز لګېدلی دی.