د نړۍ لسګونو ساینسپوهانو امکان ښودلی چې کورونا وایرس په هوا کې پاتېږي او خورېږي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، د ساینسپوهانو د دې دعوې پلټنې کوي.
ډبلیو اېچ او تر اوسه دریځ لري چې دا وایرس د خلکو له ټوخي، پرنجي او د مخامخ خبرو کولو پر وخت له خولې او پوزې څخه د وتلیو وړو څاڅکو له لارې خپرېدای شي.
خو رویټرز اژانس وايي د نړۍ تر ۲۳۹ زیاتو ساینسدانانو د روغتیا نړیوال سازمان ته په یو خط کې ثبوتونه وړاندې کړي دي او ورڅخه یې غوښتنه کړې ده چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ احتیاطي تدابیرو په اړه په خپله لارښوونه کې بدلون راولي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له خولې او پوزې څخه وتونکي څاڅکي خورا درانه وي او په هوا کې نشي پاتې کېدلای بلکې پر مختلفو ځایونو پرېوځي. همدا لامل دی چې سازمان خلکو ته د مېزونو، شیانو، د دروازو کونډو او نورو سطحو ته تر لاس وروړولو وروسته په صابون د لاسونو مینځلو سپارښتنه کوي.
خو ځینو ساینسپوهانو سازمان ته په لیک کې ویلي، داسې ډېر واړه څاڅکي هم شته چې په هوا کې ځوړند پاتې کېدای شي او که یو کس وایرس ولري او له خولې یا پوزې یې دا واړه څاڅکي ووځي، نو تر څه وخته په هوا کې پاتې کېدای او روغو کسانو ته خطر پېښولای شي.
په اسلام اباد کې د عامې روغتیا پوه ډاکټر محب مشواڼی وايي، یوه ساري ناروغي په درېوو مهمو ذریعو یاني لمس، څاڅکو او د هوا په ذریعه بل انسان ته انتقالېدای شي. لکه د یوه ناروغ پرنجۍ، ټوخی او د هغه له خولې راوتي څاڅکي چې کله په یوه ځای کې پراته وي او د یوچا لاسونه ورسره ولګېږي او بیا یې دی خپل مخ، سترګو، پوزې یا خولې ته وروړي نو په داسې حالاتو کې ناروغي انتقالېږي:
"څاڅکي ډراپلیټ دا وي چې ټوخي یا پرنجي کې چې کله واړه ذرات جوړېږي او هغه د یو بل انسان سږو ته د پوزې، مرۍ یا سا په ذریعه لاړ شي. دویم وږم یا ایروسول دې. په وږم او څاڅکي کې فرق دا دی چې څاڅکي دروند وي ژر ځمکې ته پرېوځي ځکه چې حجم یې له ۲۰ مایکرونو څخه کم وي. مایکرون د ذرو ناپولو پیمانه ده. خو له خولې چې کله په پرنجي او ټوخي کې وږم راوځي نو هغه د وړو ذرو په شان وي یانې د وږم یا ایروسول حجم یې له ۱۰ مایکرونو کم وي. نو ښکاره خبره ده چې کله د اوبو د یوې قطرې وزن زیات وي مثلاً یو کس ټوخی وکړي نو هغه قطرې راپرېوځي او ډېر ساعت له په هوا کې نه شي پاته کېدای. خو د وږم یا ایروسول څاڅکي بېخي واړه وي چې تر ډېره وخته په هوا کې پاته کېدای شي."
تر اوسه د هوا له لارې د ساینسدانانو د دغو دعوو تصدیق نه دی شوی خو پوښتنه دا ده چې که کوویډ ۱۹ ناروغي په دا ډول خپرېدل ممکن ثابت شي، نو موجوده احتیاطي تدابیرو کې څه بدلون راتللی شي.
ډاکټر محب مشواڼی وایي د قرنطین (ګوښه توب) او د خلکو ترمنځ د فاصلې اصولو باندې عمل به هم ضروري وي خو په کورونو کې د مریضانو ساتل به ممکن پاتې نه شي.
"د ایروسول/وږم په اړه خو تر اوسه پوره مالومات نشته. اختلاف ځکه دی چې تر څو په طب کې د څه ثبوت نه وي نو تر هغې هغه لاره نه شي خپلېدای. د ښه وینټيلیشن مانا هم دا ده چې کوټې دې هوادارې وي چې څاڅکي بهر وتلی شي او نور کسان له وایرسه متاثره نه شي. هسپتالونو کې ډاکټرانو ته خطر ځکه ډېر وي چې هلته ایروسول جوړېږي، په هسپتال کې د وږم/ایروسول څخه د بچ کېدو لپاره روغتیایي کارکوونکي این ۹۵ ماسکونه استعمالوي او خاص مشینونه وي. عام ولس خو هغې ته لاسرسې نه شي لرلی ځکه چې دومره این ۹۵ ماسکونه نشته او کورونو کې دغه سسټمې نه شي لګېدای. که چرې د ایروسول دا خبره ثابته شي نو بیا به ډېره مشکله شي. زما په فکر موږ چې هوم ایسولېشن کوو او په کور کې ځانونه قرنطین کوو، هغه به بیا نه شو کولای. ځکه چې هغوی به جلا ساتل ضروري شي."
خو د خیبر پښتونخوا صحت وزارت د عامې روغتیا د څانګې مشر ډاکټر اکرام الله وايي که د ساینسپوهانو دغه دعوی ثابتې هم شي، نو د حکومت په احتیاطي لارښوونو کې به څه غټ بدلون را نشي.
"موږ چې څه اوس کوو بیا به هم کوو. موږ د ماسکونو خبره کوو، خلکو ته وایو چې په بند ځای کې دې نه راټولېږي. موږ خلکو ته وایو چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته مه ځئ، له یوه بل سره ډېر جوخت مه کېنئ. دا وایرس نوی دی او د دې خصوصیات هم بدلېږي او په اړه یې علم نور هم زیاتېږي. د وخت په تېرېدو سره به د وایرس په اړه مالومات زیات شي."
ګارډیین ورځپاڼه او بي بي سي لیکي د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغۍ د مخنیوي کنټرول څانګې یوې چارواکې بینډیټا الیګرانزې د جولاۍ پر ۷مه په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل دا لا ابتدايي مالومات دي او نورې تجزیې ته ضرورت لري.
د فېسبوک تبصرې