د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت له کوټې سره د ډبرو ماتولو کارخانې تړلي


د ډبرو کارخانې بندېدو له وجې کارکوونکي بېروزګاره شوي
د ډبرو کارخانې بندېدو له وجې کارکوونکي بېروزګاره شوي

کوټه - په بلوچستان کې د چاپېریال ساتنې ادارې د کوټې ښار شاوخوا د ډبرو ماتولو ۲۱ پلانټس یا کارخانې تړلې دي.

د کوټې ښار په شاوخوا غرنیو سیمو کې د ډبرو ماتولو یو شمېر کارخانې (کرش پلانټس) دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې سېکرټر صبور خان کاکړ د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د ډبرو ماتولو کارخانو له وجې نه یوازې هوا ککړېده بلکې خلک یې هم ناروغول.

کاکړ وايي، مالکانو ته ویل شوي چې له ابادۍ لیرې سیمو ته کارخانې انتقال کړي
کاکړ وايي، مالکانو ته ویل شوي چې له ابادۍ لیرې سیمو ته کارخانې انتقال کړي

نوموړی وايي، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د کوټې ښار په شاوخوا کې د ډبرو میده کولو کارخانې جوړې شوي چې پکې یې زیاتره بې له اجازې کار کوي.

نوموړی زیاتوي، حکومت د بې اجازې کارخانو ترڅنګ اجازتنامې (لایسنسونه) لرونکې هغه هم تړلې دي.

صبور خان کاکړ دا هم وویل، مالکانو ته یې ویلي چې خپلې کارخانې له ابادۍ څخه لیرې ځایونو ته انتقال کړي.

هغه وویل، کوټه ښار له ډېر خطر سره مخامخ ده ځکه چې د ډبرو کرش کارخانې ښار ته نېږدې هم دي او کار یې شاوخوا غرونو ته هم زیان رسوي.

دی وايي، په ځینو ځایونو کې د کارخانو کارکوونکو "نیم، نیم غرونه میده" کړي دي او دا ځکه هم خطرناکه خبره ده چې په کوټه کې زلزلې راځي.

خو د کارخانو له تړلو سره یې کارکوونکي او نور اړونده کسان بې روزګاره شوي دي.

د لارۍ یو ډرېور خدایداد وايي، حکومت دې ژر تر ژره کارخانې بیا پرانیزي.

کارپوهان وايي که حکومت کارخانو ته بدیل ځای ورنکړي، سلګونه کسان بې روزګاره کېدای شي
کارپوهان وايي که حکومت کارخانو ته بدیل ځای ورنکړي، سلګونه کسان بې روزګاره کېدای شي

د کارخانو مالکانو د حکومتي پرېکړې مخالفت کړی او وايي ورته دې ژر تر ژره بدیل ځای برابر کړي.

د یوې کارخانې مالک نور احمد مشال راډيو ته وویل، له ۱۹۹۰ز کال راهیسې یې د کوټې له غربي بای پاس سړک سره کارخانه جوړه کړې وه او هغه مهال یې له حکومته اجازه اخیستې وه.

دی وايي، حکومت چې چېرې ورته د کار ځای ورکوي، ورتګ ته تیار دی.

خو د سیمې خلکو او د چاپېریال چارو پوهانو د حکومت د دې ګام هرکلی کړی دی.

په بلوچستان کې د چاپېریال د خوندیتوب نړیوالې ادارې (ای یو سي این) پخوانی مشر ډاکټر فیض کاکړ وايي، د ډبرو ماتولو کارخانو له کبله د کوټې ښار په فضل کې هر وخت ګرد وو چې له وجې یې خلک د سالنډۍ په ناروغۍ اخته کېدل.

نوموړی وايي، په کار ده چې حکومت په هغه ځای کې کارخانو ته د کار اجازه ورنکړي.

خو په عین وخت کې کارپوهان خبرداری ورکوي چې که حکومت سمدستي د ډبرو کارخانو لپاره بدیل ځای پیدا نه کړ نو ورسره تړلي سلګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG