د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد پر زندان برید څه موخې لري؟


د جلال اباد پر زندان برید څه موخې لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

افغان چارواکي وايي، د اګست پر دویمه په جلال اباد کې پر زندان ډله ییز برید شوی دی. د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې. دا حمله پر داسې مهال شوې چې افغان حکومت وايي، د افغانستان ختیز ولایتونه یې له داعشه پاک کړي او دې ډلې ماته خوړلې. نو په داسې حال کې چې د اختر اوربند هم دوام لاره په ننګرهار کې پر زندان د اسلامي دولت ډلې برید څه پیغام ورکوي؟ په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرستیال حکمت الله اعظمي وايي، دا سمه ده چې په افغانستان کې د داعش هغه جوړښت مات شوی چې په عراق او شام کې له اسلامي دولت ډلې سره تړلی وو. د ده په خبره، د طالبانو او حقاني شبکې ځینې مشران او غړي چې د سولې بهیر مخالف دي، له داعش سره یې اېتلاف جوړ کړی. اعظمي وايي، همداراز د لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د ځینو نورو وسله والو ډلو کسان هم په داعش ورګډ شوي دي او پر زندان یې د برید موخه د ځینو طالب بندیانو خوشې کول او دا پیغام ورکول ول چې که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات کېږي یا د اوربند د غځېدو امکان پیدا کېږي، نو دوی د دې ډول حملو له لارې خپل مخالفت جوتولای شي. د سولې او شخړو د مطالعاتو له څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.

XS
SM
MD
LG