د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د ځینو طالب بندیانو د خلاصولو مخالف هېوادونه قانع کوي


د اګست پر ۱۳مه له څرخي پله زندانه خوشې شوي ځینې طالب بندیان
د اګست پر ۱۳مه له څرخي پله زندانه خوشې شوي ځینې طالب بندیان

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي هڅه کوي هغه هېوادونه قانع کړي چې د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت کوي.

د وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي د اګست پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل په دې لړ کې به خنډونه هوار او بین ‎الافغاني خبرې به پیل شي.

اسټرالیا، فرانسې او ناروې د پاتې ۳۲۰ بندیانو له ډلې د یو شمېر هغو طالبانو له خلاصون سره مخالفت ښوولی چې په خبره‌ یې د دوی سرتېري یې وژلي دي.

د دې هېوادونو اندېښنې او ټینګار د بین ‎الافغاني خبرو د پيل پر وړاندې نوی خنډ بلل کېږي.

فضلي زیاته کړه: "فرانسه، اسټرالیا او ناروې یا د نورو هېوادونو پر بحث به غور کېږي. له هغوی سره به بحث کېږي چې دا د افغانستان د سولې لپاره یو غټ قیمت دی او دغه قیمت ورکول په کار دي. چې بالاخره موږ بین ‌الافغاني مذاکراتو ته ورسېږو او د یوې دایمي سولې لپاره هغه تېږه کېږدو چې واقعاً هم د افغانانو ورته ضرورت وي."

فضلي وویل د افغان حکومت مرکچي ډلې اکثرو غړو د قطر ویزې ترلاسه کړې دي او تګ ته تیار دي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د اګست پر ۱۶مه له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې ده چې د ځینو بهرنیو هېوادونو د ملاحظاتو په سبب د بندیانو د خلاصون بهیر ځنډېدلی دی.

خوځون ویلي افغان حکومت هڅه کوي دا ستونزه داسې حل کړي چې نه د سولې فرصت له لاسه ووځي او نه هم له بهرنیو ملګرو سره اړیکې سړې شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسويو وګړو وژونکي بندیان باید خوشې نه‌ شي او دا چې دا بندیان د خلاصېدونکو په لېسټ کې دي، دوی یې اندېښمن کړي.

د اسټرالیا وزیراعظم سکاټ مورېسن هم تېره اوونۍ وویل چې د درو اسټرالیايي سرتېرو د وژونکي بندي حکمت ‌الله له خوشې کولو سره کلک مخالفت لري او دا موضوع ‌یې له امریکا سره شریکه کړې چې د دغه بندي د خلاصون مخه ونیسی.

حکمت ‌الله چې د افغان پوځ په لیکو کې و په ۲۰۱۲ز کال کې یې درې اسټرالیايي سرتېري ویشتلي ول.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو اړیکو له شورا سره په یوه انلاین غونډه کې ویلي ول چې د اسټرالیا په دې غوښتنه غور کوي.

غني داسې وخت دا خبره وکړه چې د سولې مشورتي لویې جرګې له غوښتنې سره سم‌ یې د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو د خلاصون امر ورکړی چې د حکومت په خبره د وژنو، قاچاق، ترور او سړي تښتونو په خاطر بندیان دي.

طالبانو د خپلو ۴۰۰ بندیانو په خلاصون په وار وار ټینګار کړی او وروستی ځل‌ یې د اګست پر ۱۶مه د ولسمشر اشرف غني هغه خبرې رد کړې چې ویلي یې ول دا ۴۰۰ بندیان د نړۍ امنیت ته ګواښ دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG