د لاسرسي ځای

تازه خبر

بین الافغاني‌خبرو کې نن پر تشدد کمولو بحث کېږي: عبدالله


عبدالله عبدالله د بین الافغاني‌ خبرو د پیل مراسمو ته په وینا کې هم غوښتنه وکړه چې د بشري خواخوږۍ پر اساس باید په افغانستان کې اوربند اعلان شي.
عبدالله عبدالله د بین الافغاني‌ خبرو د پیل مراسمو ته په وینا کې هم غوښتنه وکړه چې د بشري خواخوږۍ پر اساس باید په افغانستان کې اوربند اعلان شي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د سېپټمبر پر ۱۳مه پرې له طالبانو سره خبرې کېږي.

عبدالله عبدالله د سېپټمبر پر ۱۳مه په دوحه کې خبريالانو ته وويل چې لومړی دې لږ تر لږه يو حس کېدونکی اوربند وشي چې دايمي اوربند ته لار جوړه کړي.

د هغه په وېنا د دې لپاره څه وخت یا ډيډلاين نه دی ټاکل شوی او دواړه خواوې به پرې بحث کوي چې څنګه دې هدف ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په مذاکراتو کې به لومړی پر وړو او وروسته لویو مسايل خبرې وشي.

عبدالله عبدالله وويل چې افغانستان به پر مخ ځي او افغانانو ته پر شا تګ د منلو نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو د بهیر نن یعني د سېپټمبر پر ۱۳مه دویمه ورځ ده.

عبدالله عبدالله د سپټمبر پر ۱۲مه له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوي به پرېکړه کوي چې په راروانو بحثونو کې کومو مسئلو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه وویل، "د خلکو په ذهن کې یوه مهمه مسئله د تشدد بېخي کمېدل دي، د بشري خواخوږۍ پر اساس اوربند دی، داسې چې موږ هیله لرو چې په دایمي اوربند بدل شي."

عبدالله عبدالله د بین الافغاني‌ خبرو د پیل مراسمو ته په وینا کې هم غوښتنه وکړه چې د بشري خواخوږۍ پر اساس باید په افغانستان کې اوربند اعلان شي.

د عبدالله عبدالله تر څنګ د نړۍ یو شمېر مشرانو او استازو یادې غونډې ته په وینا کې پر دې ټینګار وکړ چې باید په افغانستان کې د تشدد کچه راکمه کړل شي او یا ملکمل اوربند وشي.

طالبانو تر دې وړاندې د اوربند اعلان رد کړی وو او دا پرېکړه‌ یې په دوحه کې د حکومت له پلاوي سره د خبرو پیل ته پرېښې وه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي زلمي‌ خلیلزاد وار له مخه ویلي چې په دوحه کې روانې خبرې د افغانانو ترمنځ دي او هغوي یې مشران دي او هېڅ منځګړی یا سهولت جوړوونکی برخه نه پکې اخلي.

خو د خلیلزاد په وینا، که چېرې هره یوه خوا له امریکا مرسته وغواړي، دوی تیار دي. په دوحه کې د سولې خبرې د واشنګټن په مرسته پيل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سپټمبر پر ۱۲مه په دوحه کې وویل چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ټاکنه د افغانستان د خلکو په پرېکړه پورې تړلې ده، خو ویې‌ویل چې ډیموکراسي د واکمنۍ تر ټولو غوره بڼه ده.

په بین الافغاني‌ خبرو اترو کې شریکو دواړو خواوو د سپټمبر پر ۱۲مه د راروانو بحثونو د اجنډا د ټاکلو لپاره کاري ډلې جوړې کړې دي.

د دایمي اوربند اعلان، د ښځو او لږکیو حقونه، د طالبانو د زرګونه وسله‌ والو بې ‌وسلې کېدل او د هغو غیر قانوني وسله ‌والو برخلیک د دې خبرو سخت ټکي بلل کېږي چې ځینې یې له حکومت سره یوځای شوي.

عبدالله عبدالله له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې دا هم ویلي چې د افغانستان د حکومت پلاوی به د ښځو پر مدني حقونو ټینګ ولاړ وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، محمد حنیف اتمر په دوحه کې د مشال راډیو خبریال ته وویل چې دواړه خواوې پر یو لړ تخنیکي مسئلو موافقې ته رسېدلي دي.

امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړی وو.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې باید د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې لا پيل شوې وای خو تر ډېر انتظار وروسته بالاخره د سپټمبر پر ۱۲مه د افغانستان د سولې کنفراس پيل شو.

د کنفرانس د پيل په وینا کې عبدالله عبدالله وویل، دی په ډاډ ویلای شي چې دا ورځ به په افغانستان کې د جګړې او د افغان ولس د کړاو د پای ته رسېدو د ورځې په توګه ثبت شي."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG