د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خبریالانې دې د بین الافغاني خبرو پوښښ ته پرېښودل شي"


د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سېپټمبر له ۱۲مې د بین الافغاني خبرو اترو بهیر روان دی.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سېپټمبر له ۱۲مې د بین الافغاني خبرو اترو بهیر روان دی.

د افغانستان "د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ" چې ټولې فعالانې یې ښځې او نجونې دي وايي حکومت او طالبان باید په روانو مذاکراتو کې ښځینه خبریالانو ته حق ورکړي چې دغه بهیر له نږدې وڅاري او په اړه یې خبرونه او رپورټونه جوړ کړي.

دا بنسټ پر حکومت ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د بیان ازادي د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیسي.

د دې بنسټ غړیو د سېپټمبر پر ۲۷مه په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې حکومت باید ښځینه خبریالانو ته د خبرونو او رپورټونو جوړولو لپاره د دوحې په روانو مذاکراتو کې د ګډون حق ورکړي.

د یاد بنسټ غړیو وویل، د دوحې په مذاکراتو کې د ښځینه خبریالانو نه شتون په دې اندېښمنې کړي، چې هسې نه دوی پر حقونو معامله وشي.

د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ له خوا په یو پرېکړه لیک کې ویل شوي‌ چې "بنسټ له افغان حکومته غواړي چې په بین الافغاني خبروکې د رسنیو او بیان خپلواکي، په ځانګړي توګه د ښځینه خبریالانو حقونه د سرې کرښې په څير په پام کې ونیسي او په دې اړه خلکو او رسنیو ته معلومات ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سېپټمبر له ۱۲مې د بین الافغاني خبرو اترو بهیر روان دی.

دا خبریالانې وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې پررسنیزو فعالیتونو سربېره پر زده کړو او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګېدلی وو.

د دوي په وینا، اوس افغانې نجونې او ښځې په رسنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو پرمختیايي چارو کې د لوړو ظرفیتونو خاوندانې دي.

دوي غوښتنه کوي چې دا لاسته راوړنې باید د سولې په روان بهیر کې قرباني نه شي.

دوی پرطالبانو هم غږ وکړ چې د افغانستان د ښځو او په تېره د ښځینه خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.

خو د افغان حکومت د لومړي مرستیال د خپرونو مشر رضوان مراد مشال راډیو ته وویل، د ښځو پر رسنیزو فعالیتونو سربېره به د افغانستان د ښځو پرلاسته راوړنو هېڅکله هم معامله ونه شي.

رضوان مراد وویل، "سوله د دې لپاره کېږي چې د خلکو حقونه خوندي شي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی به د ښځو او مېرمنو هر ډول حقونه په خپل کاري لومړیتوب کې ځای کوي، او پرهغې به په هېڅ ډول داسې معامله نه کېږي چې خدای مه کړه دغه لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي."

اوس د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې د دواړو لورو لخوا کومه ښځینه خبریاله نه شته ده.

افغان ولسمشر د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې په خپلې وینا کې ډاډ ورکړی وو چې د ښځو پرحقونو به معامله ونه شي.

طالبانو هم ویلي چې دافغانستان د ښځو حقونه د اسلام په چوکاټ کې په پام کې نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG