د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازربايجان او ارمينيا ترمنځ جګړه په پنځمه ورځ لا هم روانه ده


د ارمینیا او ازر باییجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سیمه لانجه روانه ده.
د ارمینیا او ازر باییجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سیمه لانجه روانه ده.

د ارمینیا او ازربایجان د عسکرو ترمنځ په پنځمه ورځ هم د درنو وسلو استعمال روان دی.

نړیوالو مشرانو پر دواړو خواو د اوربند غږ کړی خو لا هم دواړو خواو دغې ته څه پام نه دی کړی.

د ارمینیا او ازربایجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سیمه لانجه روانه ده.

د ۱۹۹۰ لسیزې وروسته دا لومړی ځل دی چې دغلته په روانه شخړه کې زیات کسان ووژل شول.

ناګورنو قره باغ له ازربایجان سره راځي خو واک اختیار یې دغلته د ژوند کوونکو ارمینایي ټولنې سره دی.

بلخوا فرانس، روس او امریکا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د دواړو خواوو پر عسکرو د زغرده اوربند غږ کړی دی.

په خپل یوه ګډ بیان کې د دغو درېوو واړو هېوادونو ولسمشرانو اېمانول مکرون، ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د مېنسک ډلې د ګډو مشرانو په توګه د ارمینیا او ازرباییجان پر مشرانو غږ کړی چې بغېر له څه تاخیره دې دغه مسله د خبرو له لارې، په ښه نیت او بغیر د شرطونو او د مېنسک ګروپ په مرسته هواره کړي.

مېنسک ګروپ په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان دی.

خو بلخوا ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان په انقره کې پارلېمان ته په خپله وینا کې پر مېنسک ډلې نیوکې وکړې چې تر اوسه یې دغه مسله هواره نه کړای شوه او له ازربایجان سره یې د خپلې پوره مرستې وینا هم وکړه.

XS
SM
MD
LG