لوګری ساز د ژوند عکاسي کوي: اسفندیار خټک
په هارون باچا هنري ګړۍ کې له خانزاده اسفندیار خټک سره غږېدلي یو. دی یو پېژندلی رقاص دی چې د پاکستان دننه او بهر یې خپل هنر ښوولی دی. دی د کواټ ضلعې د ټېري کلي دی خو په اسلام اباد کې اوسي. دی وايي، د پښتنو روايتي نڅاګانې يې هم خوښې دي او د انټرنېټ له لارې يې د نړۍ خلکو ته ورپېژني. خټک وايي، له وړوکوالي یې له نڅا سره مینه وه او هغه مهال به یې له لوګري او اتڼي موسیقۍ سره د رقص هڅې کولې. اسفندیار خټک وايي، دی د پښتو د نومیالي شاعر او مبارز خوشال خان خټک له کورنۍ دی. د ده په خبره، په ۲۰۰۱ز کال کې یې په اخبار کې د هندي کلاسیک رقص په اړه یوه خبرتیا ولیده او ورسره یې رابطه وکړه او هغه مهال یې د نڅا هنر زده کړې پيل کړې. خټک وايي، لوګری ساز د ژوند عکاسي کوي او خورا زیات یې خوښېږي. د خټک نورو خبرو ترڅنګ په خپرونه کې نغمې هم لرو چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر ۱۹, ۲۰۲۴
نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي
-
دسمبر ۱۲, ۲۰۲۴
ضياالدين ضيا وايي د "خيبر جرګې" سندره يې خورا مشهوره شوې
-
دسمبر ۰۵, ۲۰۲۴
خانزاده اسفنديار خټک: پښتانه لا هم نڅا هنر نه بولي
-
نومبر ۱۴, ۲۰۲۴
اصغر اقبال وايي د موسیقۍ زده کړې لپاره یې خورا محنت کړی