د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل او اسلام اباد سیاست باید پر تجارت اغېږ ونکړي: سوداګر


د افغانستان تجارت وزارت چارواکي ‌وايي له پاکستان سره یې د مذاکراتو په کولو هڅه کړي چې سوداګري د سیاسي اړيکو له اغېزه راوباسي.

د دې وزارت وياند جاويد دبیر د نومبر په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې افغان تجارانو ته د پاکستان سره سوداګري ارزانه تمامېږي خو له اسلام اباد سره د کابل د بې ثباته اړيکو او سوداګرو ته د ورپېښو ستونزو له امله افغانانو د مرکزي اسيا هېوادونو بازارونو ته مخه کړي.

نوموړي وويل، له پاکستان سره د نوي تجارتي پاليسي په جوړولو کار کوي: ''له نورو هېوادونو سره، په ځانګړې ډول په شمال کې مو د ګاونډيو مرکزي اسيا هېوادونو سره ښې اړيکې د دې سبب شوې چې پاکستاني مالونه افغانستان ته کم راوړل شي. زموږ تجاران په پاکستان کې ګڼې ستونزې لري. اوس پاکستان په دې پوه شوی چې دا کار یې اقتصاد ته زیان اړوي او دا مارکيټ بايلي. له دې امله د سوداګريزو اړيکو د ښه کولو لپاره یې کوښښونه زیات شوي. موږ خبرې کړي دي. پاکستاني سوداګرو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. غواړو له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې يو قوي تړون ولرو چې دا ټولې ستونزې په اساسي توګه حل کړي.''

د افغانستان سوداګرۍ وزارت له خوا مشال راډيو ته د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته له پاکستانه د دوه بيليونو ډالرو مالونه وړل شوي خو تېر کال دا سوداګري له يو بيليون ډالرو هم کمه وه.

پاکستانيو چارواکو دا درک کړې ده. د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي یې د نومبر په ۱۵مه په ملتان کې خبريالانو ته وويل چې د افغانستان سره د داسې اړيکو ټينګولو هيله لري ‌چې د ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ پکې تجارت او اقتصادي راکړه ورکړه په سر کې وي. ''په نيزدي راتلونکې کې وزیراعظم عمران خان کابل ته ځي. په دې سفر کې به د ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ تر ډېره د اقتصادي همکاريوو په زیاتولو خبرې کېږي. د افغانستان او پاکستان امن هم سره تړلی دی. نو د اړيکو د ټينګولو يوه ښه او شريکه لاره باید راوباسو.''

اسلام اباد او کابل د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون لري چې له مخې یې افغانان له هند او نورو هېوادونو څخه د سمندر او بيا د پاکستان د ځمکنيوو لارو او پاکستانيان د افغانستان له لارې د مرکزي اسيا هېوادونو سره تجارت کولی شي. د دې ترڅنګ پاکستان هند ته د تلونکو افغان مالونو لپاره واهګه سرحد هم پرانیستی دی. همداراز له افغانستان سره یې د تورخم، چمن، باديني، غلام خان،‌ انګور اډې او خرلاڅو لارې هم خلاصې کړي دي.

خو د سوداګرو لپاره د اسانتياوو پېدا کولو په موخه جوړ شوي د افغانستان او پاکستان د شريک چيمبر اف کامرس يا سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي د نومبر په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې دواړه خواوې بايد تجارانو ته د يوې کلنې وېزې پر ځای د ډېرې مودې وېزه ورکړي او پر بندرونو د مال وړونکو ټرکونو ایسارولو وخت دې کم کړي.

هغه زیاته کړه: ''زموږ وړاندیز دا دی چې سوداګري او سیاست سره جدا شي. اوس ښه خبره دا ده چې د ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان نيت ښه دی نو ځکه زموږ هيلې زیاتې شوې دي. د پاکستان تجاران کولی شي په مزار شریف، هرات او کابل کې سرمايه کاري وکړي. د مثال په ډول دوی دلته د رخت (کپړې) کارخانې جوړې کړي. همداراز د پاکستان د کارخانو مالکان کولی شي د افغانستان له لارې له مرکزي اسيا څخه هغه مواد خپل ملک ته يوسي چې دوی ورته ضرورت لري. نو دغه هيله پېدا شوې ده. امېد دی چې عملي‌شي.''

د افغانستان او پاکستان اړيکې د روانو بدامنيوو له امله خرابې دي. افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې د افغان طالبانو په ملاتړ سره ترهګري پالي خو اسلام اباد دا تور ردوي او وايي پر طالبانو خپل اغېز د سولې لپاره کارولی شي. دغو تورونو او له کبله یې رامنځته شوې بې باورۍ سوداګر پريشانه کړي دي.

د پاکستان د چيمبر اف کامرس يا سوداګرۍ خونې مشر غړي او سوداګر زاهد شينواري د نومبر په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان او افغانستان تجارت به هله زیات شي چې د سیاست له سيوري ليري وساتل شي. ''تاسي چين او هند ته وګورئ. جنګونه یې هم کړي او سياسي اړیکې یې هم خرابې دي خو د دوی ترمنځ په تېرو لسو کلونو کې تجارت سل چنده زیات شوی دی. له اتوو بیلیونو ډالرو څخه د دوی تجارت اوس ۱۰۰ بيليونو ډالرو ته رسېدلی. خو زموږ بدقسمتي ده چې د افغانستان او پاکستان تجارت له سیاست سره تړلی دی.''

مشال راډيو ته د افغانستان او پاکستان د شريک چيمبر اف کامرس يا سوداګرۍ خونې څخه رسېدلي معلومات ښيي‌چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو ډير تجارت په ۲۰۱۷ کې شوی وو چې له دریوو بيليونو ډالرو څخه اوښت. دغه کچې ته د سوداګرۍ بيا رسولو لپاره د دواړو هېوادونو په پارليمانونو کې کمېټې جوړې شوې چې وخت په وخت د تجارانو سره د ملاقاتونو له لارې د دوی ستونزې حکومت ته د حل لپاره رسوي.

XS
SM
MD
LG