پي ډي اېم له اسمبلیانو څخه د استعفا په اړه غونډه کوي
د پاکستان ډيموکرېټيک موومنټ په نوم د اپوزيشن ګوندونو اتحاد يا پي ډي اېم ويلي چې دوی به راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي چې ايا له قومي او صوبايي اسمبليانو څخه استعفا ورکوي او که نه؟ د پاکستان مرکزي حکومت ضد د ۱۱ ګوندونو دغه اتحاد پرون غونډه کړې وه خو حتمي پرېکړې ته ونه رسېدل او اوس به د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې بله غونډه کوي چې د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف به هم د ويډيو لينک له لاې ګډون پکې کوي. احمد شاه اعظمي په پېښور کې د سياسي چارو له پوه او خبريال محمود جان بابر سره په همدې اړه خبرې کړې او لومړی يې پوښتنه ورڅخه کړې چې پي ډي اېم ولې استعفا ورکولو ته اړ کېږي؟ بابر په ځواب کې وايي.....