د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورباز، د افغانستان په حالاتو د بالیووډ یو بل فلم


په فلم کې افغان ستوري ببرک اکبري هم کار کړی.
په فلم کې افغان ستوري ببرک اکبري هم کار کړی.

د فلمونو د نندارو وړاندې کوونکې نړېواله شبکه نیټ فلېکس د ډېسېمبر پر ۱۱مه تورباز فلم خپلو صارفینو ته وړاندې کوي.

دا فلم د افغانستان د ماشومانو په اړه جوړ شوی چې ترهګر ترې ځانمرګي بریدګر جوړول غواړي خو یو هندی ریټایرډ پوځي افسر هغوی د کرکټ لوبې ته تشویقوي. په دې فلم کې افغان ستورو هم کار کړی دی.

د بالیووډ یا د هند د فلمي نړۍ په تورباز فلم کې وتلی هندي فلم ستوري سنجی دت هم کار کړی دی. هغه په فلم کې د یوې موسسې د مشر رول لوبولی دی چې پاکستان کې د کډوالو کیمپونو ته ځي او افغان ماشومان کرکټ ته تشویقوي. خو بل پلو، د ترهګرو مشران د کډوالو ماشومان ځانمرګو بریدونو ته تربیه کوي. په دې توګه په فلم کې د ماشومانو د سباوون په سر د فلم د اتل او بدمعاش ترمنځ یوه جګړه روانه وي.

سنجی دت د تورباز نه وړاندې په پاني پت فلم کې هم کار کړی و
سنجی دت د تورباز نه وړاندې په پاني پت فلم کې هم کار کړی و

په خپور شوي ټریلر کې لیدل کېږي چې سنجی دت په یو ډایلاګ کې وايي: "کډوال ماشومان ترهګر نه بلکې د ترهګرۍ لومړي قربانیان دي." هغه وايي، زه به دا ماشومان د ژوند کولو لپاره روزم او د کرکټ لوبه به پرې زده کوم.

خو دا کار اسانه نه برېښي، د ترهګرو قوماندان یې د لارې دیوال جوړېږي، هغه افغان ماشومان د خپل مقصد لپاره کارول غواړي. په فلم کې راهول دېو د وېلن رول لوبولی، د خپور شوي ټرېلر په یوه برخه کې هغه وايي:

"زه د کرکټ د لوبې مخالف نه یم خو د مدرسو دا ماشومان زموږ راتلونکي سرتیري دي."

د تورباز فلم ډایرکټر ګیریش ملک دی او د فلم په کاسټ کې د سنجی دت ترڅنګ نرګس فخري، راهول دېو او افغان فلم ستوري ببرک اکبري او همایون شمس خان هم شامل دي.

افغان فلم ستوري همایون شمس خان هم په تورباز فلم کې کار کړی.
افغان فلم ستوري همایون شمس خان هم په تورباز فلم کې کار کړی.

دا چې فلم د افغانستان په اړه دی نو درې کاله وړاندې چې پرې کار شروع کېده نو هندي رسنیو لیکلي وو چې شوټنګ به یې په افغانستان کې کېږي خو د فلم افغان کار کوونکي همایون شمس خان چې د هغه په وینا د افغانستان د برخې د شوټنګ مسوول هم دی وویل، د ځینو وجوهاتو له کبله په افغانستان کې د فلم شوټنګ ممکن نه شو:

"افغان حکومت د فلم جوړونکي ته ویلي وو چې د امنیت ساتنې لپاره به کسان درکوو، خو هغوی ضمانت غوښتو کوم چې حکومت ورنه کړلو. بیا هماغه وه چې د فلم ځیني صحنې چې پکې د ایکټرانو ضرورت نه و، کابل کې شوټ شول او نور ټول یونټ قرغزستان ته لاړ او هلته په بشکیک او نورو ښارونو او کلو کې یې شوټنګ وشو."

نوموړي وړاندې وویل، د فلم د ستورو په ډله کې باید پښتانه ماشومان هم ښودل شوي وای چې په مدرسه کې زده کړې کوي او یا هم کرکټ لوبېږي خو په بشکیک کې د داسې د افغان ماشومانو موندل ګران وو چې په فلم کې کار ته زړه ښه کړي او یا دې هم ایکټنګ وکړلی شي، نو دا ستونزه څنګه هواره شوه؟ دا پوښتنه مې د تورباز فلم د یو بل افغان ستوري ببرک اکبري نه وکړه، هغه راته وویل:

"د فلم جوړوونکي له ځانه سره کشمیري ماشومان بشکیک ته راوستي وو، هغه داسې ماشومان وو چې د افغان ماشومانو په شان کړه وړه او رنګونه یې وو."

دا په لنډه موده کې د سنجی دت دوهم داسې فلم دی د افغانستان په موضوع جوړ شوی. تر دې وړاندې هغه په پاني پت فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبولی و. هغه فلم په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شوی و چې پکې د نورو فلم ستورو ترڅنګ افغان فلم ستوري ببرک اکبري هم کار کړی و.

نوموړی وايي، داسې ښکاري چې د بالیووډ پام د افغانستان په موضوع فلمونو ته اوړېدلی او په نږدې راتلونکي کې به نور داسې فلمونه هم مخې ته راشي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:29 0:00

د بالیووډ ترڅنګ هالیووډ هم د افغانستان په موضوع وخت په وخت ډرامې او فلمونه جوړ کړي او اوس مهال چې کومې ډرامې هلته جوړېږي زیاتره موضوعات یې له افغانستانه د ستنو شویو امریکايي عسکرو د ژوند په اړه وي. په نیټ فلېکس د «شوټر» او «هوم لینډ» په نوم سیریالونه د کتونکیو د زیات پام وړ ګرځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG