د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرامنه افغانستان د سیمې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولای شي: قریشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ویلي چې پرامنه او مستحکم افغانستان به په سيمه کې په اقتصادي پرمختګ کې ډېره مرسته وکړي.

نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د افغانستان له نوي سفیر نجیب الله علیخېل سره په ملاقات کې وکړه.

د پاکستان سرکاري‌ راډيو د خبر له مخه قریشي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ‌ د سولې خبرو کې د پرمختګ هرکلې وکړ او بيا يې د خپل هېواد دريځ تکرار کړ چې اسلام اباد به د پرامنه،‌ باثباته او خودمختاره افغانستان مرسته جاري ساتي.‌

عليخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د دوه اړخیزه تعلقاتو د ښه کېدو لپاره پر پورته شویو ګامونو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG