په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنې پرضد د روان پرلت سره په کوټه کې نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ تاجرانو هم کاربنديز کړی دی.
په مچ سيمه کې د وژل شویو کانکیندونکیو له مړیو سره پر پينځمه ورځ هم د ښار پر مغربي بای پاس احتجاجي پرلت دوام لري. دې پرلت کې هره ورځ په دې شنه یخ کې کوچنیان او ښځې هم ګډون کوي.
د شورو/چارشنبې مازیګر د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان وفاقي وزیر سمندري امور علي زید او د وزیراعظم خاص سلاکار ذلفي بخاري د احتجاج په ځای کې له پرلتوالو سره ولیدل. پر دې مهال د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان د احتجاجي دهرنې ختمولو غوښتنه وکړه چې خپل مړي و خاورو ته وسپاري. د ده وینا وه که د عمران خان په راتګ ستونځه هوارېږي نو د هغه پر راتګ دوه منټه هم نه لګېږي خو د اعلا وزیر په وینا چې وزیر اعظم عمران خان به دغه ستاسو غوښتنه بیرته ما ته ږدي، ځکه چې د امنیت ساتلو چارې د صوبايي حکومت زمه واري ده.که په ښار کي د امنیت راوستلو مسله ده نو هغه به هم زه او ته راولو.- یا به یې وزیر اعلا راولي یا بې وزیران او یا به یې د دې ځای پولیس، لیویز، سرحدي عسکر او پوځ راولي. چې موږ هڅه وکړو د ا کار کېږي که موږ کوشش نه کوو نو وفاق هېڅ نه شي کولی.
پرلتوالو تر هغو د وژل شويو کسانو له ښخولو انکار کړی تر څو د پاکستان وزيراعظم عمران خان ورغلی نه وي.
عمران خان د جنورۍ پر شپږمه نېټه پر ټویټر پاڼه وليکل چې د درنا ورکوونکيو له غمه او غوښتنو خبر دی او په راتلونکې کې به د دا ډول حملو د مخنيوی لپاره اقدامات کوي.
هغه زياته کړه چې حاضر دی هلته ورشي خو پرلتوال دې خپل مړي ښخ کړي. د مسلم نواز مرستيالې مشرې مريم نواز ويلي چې دا به نن له هزاره ګانو سره د غمرازۍ لپاره کوټې ته ځي.
هغې د جنورۍ پر شپږمه پر ټویټر پاڼه وليکل چې له احتجیانو به غوښتنه کوي چې خپل مړي ښخ کړي.
د پاکستان وفاقي وزيران او د بلوچستان وزيراعلی جام کمال له پرلتوالو سره په وار وار ليدلي او د هرډول امنيت او کومک ډاډ ورکړی خو پرلتوال د دوی خبره نه مني او غوښتنه کوي چې وزيراعظم عمران خان به هرو مرو هلته ورځي.
دغه ۱۰ تنه شییعه هزاره ګان کانکېندونکي د جنورۍ د دوهمې او درېیمې په منځنۍ شپه د بلوچستان په مچ سیمه کې وسله والو په ډزو وژلي ول. وروسته یې داعش نومې وسله والې ډلې د وژنو ذمه واري منلې ده.د بلوچستان صوبايي وزیرانو او د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید احمد هم دې احتجاجیانو ته ورغلی وو او هغوی ته یې د امنیت د ډاډ ورکولو تر څنګ له دوی څخه د احتجاجي پرلت ختمولو غوښتنه کړې وه، خو پرلتوال وايي چې تر څو د پوره امنیت ډاډ نه وي ورکړل شوی، دهرنه نه ختموي.
بلخوا د بلوچستان سوداګرو د مچ پېښې پرضد د جنورۍ پر اوومه نېټه د کوټې په ګډون د صوبې په ټولو لویو ښارونو کې هړتال اعلان کړی دی.
دا راز د کراچۍ په بېلا بېلو برخو کې هم له هزاره ګانو سره د یوالي لپاره احتجاجي پرلتونه پیل شوي او ګډونوال یې وايي، چې د کوټې تر احتجاجي پرلته به پر احتجاج وي.
د کوټې هزاره ګانو له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي چې پکې په سلګونه وګړي مړه او ژوبل شوي دي. د پرله پسې بدامنۍ له لاسه د کوټې لوی شمېر هزاره ګان یا خو د پاکستان د نورو ښارونو ته یې بهرنیو هېوادونو ته پناه وړې ده.
ولې مو وژنئ
په کوټه کې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین له ځینو هغو ښځو سره خبرې کړې چې د کورنۍ غړي یې د مچ پېښه کې وژل شوي دي.
د کلثوم بي بي ورور د مچ په پېښه کې وژل شوی دی، دا وايي، ''دوه کاله وړاندې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي ول چې په راتلونکې کې به نور د هزاره وګړو هدفي وژنې نه کېږي. نو بیا یې زموږ خلک په کوم جرم او ولې وژلي دي. هغه قصور دې موږ ته راوښيي. چې له امله یې نن ټوله هزاره ولس احتجاج ته اړ شوي دي. اوس پکار دي چې وزیراعظم عمران خان دلته راشي او وګوري چې د وژل شوو کسانو میندې خوندې او د کورنۍ غړي په کوم حالت کې دي، او کومو خلکو چې داکار کړی دی، که په هغوی کې غیرت او همت وای نو پکار وو چې مخامخ راغلي وی. دغه د شا لخوا وار یې نه وی کړی لکه څنګه چې یې زما ورور وژلی دی.''
د کور مې درې تنه شهیدان شول
یوه بله مېرمن زهره وايي چې د دې د کور درې تنه شهیدان شوي دي، په هغه کې یو عزیز، دوهم چمن علي او درېم نسیم دی. دا وايي، چمن علي یې سکه ورور وو او عزیز او نسیم یې د کاکا زامن ول.
دا زیاتوي: ''زه غواړم چې عمران خان ژر ترژر دلته راشي او زموږ حساب دي وکړي او زموژ قاتلان دې موږ ته په لاس راکړي. یخني چې څومره زیاتیږي، زموږ حوصلې هم دومره پخیږي اوس خو ۳ ورځي د پرلت شوي دي، که درې میاشتې وي خو بیا به هم دلته ناست یوو.''
بېګا شپه په منفي ۱۰ یخني کې ناست وو
د هزاره ټاون یوه بل مېرمن بسیره وايي، یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې وزیر اعظم عمران خان صاحب دلته راشي او دوی ته باور ورکړي چې نور به د هزاره قام وګړو هدفي وژنې نه کېږي.
دا وايي: (په دومره ناترسۍ خو څوک حیوانان نه حلالوي لکه څنګه چې یې زموږ له خلکو غاړې پرې کړې وې. دا خو د ټوله انسانیت قتل دی. موږ دلته په شوق نه یو ناست او تېره شپه دلته یخني منفي ۱۰ وه. خو بیا هم سپینسرې، سپینږیري، ښځې، او ځوانان په شنه یخ کې له مجبورۍ دلته ناست وو. موږ ته مو قصور راوښیئ چې کله مې په هدفي بریدونو کې وژني او کله مو په بمي چاودونو کې وژني او کله مو له بسونو څخه کشته کړي او بیا مو ووژني، خو دا ټوله به تر کله پوري وي. نو ځکه زموږ دهرنه یا پرلت به تر هغو روان وي چې تر څو عمران خان دلته نه وي راغلی او زموږ غوښتنې یې نه وي اورېدلې او زموږ پوښتنې یې نه وي جواب کړې.)
''د مېرمن بسره په وینا له حکمرانانو او وزیر اعظم څخه خپل حق غواړي، دا زیاتوي د دې ملک د یوه ښهري یا د یوه انسان په توګه یې د ژوند کولو حق شته او که نه؟
موږ د دې پوښتنو حق لرو ځکه چې عمران خان صاحب زموږ په ووټ وزیراعظم جوړ شوی دی او زموږ لپاره وزیر اعظم جوړ شوی دی، د ځان لپاره خو نه دی جوړ شوی؟
دلته راشه د خپلو ښاریانو همدرد جوړ شه، یوازې وزیر اعظم مه جوړېږه ځکه چې زموږ وزیر اعظم نه دی پکار. که حکومت وغواړي چې مجرمان ونیسي نو په یوه ګنټه کې یې نیولی شي خو هغه نه غواړي ولي نه غواړي دا موږ ته نه ده معلومه؟
کله مو د هزاره په نامه وژني، کله مو د شییعه په نامه وژني، خو دغه ډول په بېدردۍ سره وژل د پاکستان په تاریخ کې نه دي شوي.''
د مچ پېښه
د اتوار په ورځ د مچ د لېویز چارواکو ویلي ول چې وسله وال د دې مزدورانو استوګنځي ته ننوتي، د هغوی لاس او پښې یې ورتړلي او بیا یې په ډزو وژلي دي. د دوی په وینا په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپي شوي هم دي.
مچ له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لرې سهېل ختیځ لور ته پروت ښارګوټی دی. هلته د سکرو کانونه دي چې زیاتره پکې د نورو سیمو خلک کار کوي.
د مچ په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې کېږي.
د داسې وژنو دوه اړخونه وي. په ځینو پېښو کې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسله وال ذمه واري واخلي خو هغه زیاتره وخت هغه خلک په نښه کوي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.
په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې هم ډېرې کېږي چې زیاتره وخت پکې هزاره ګان په نښه کېږي. د داسې پېښو ذمه واري بیا زیاتره وخت فرقه ییزې وسله والې ډلې ومني.