د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت ثنا اعجاز له صوبې اېستلې ده


ثنا اعجاز وايي‌ پولیسو ورته ویلي چې دا بلوچستان ته د ورتګ اجازه نه لري.
ثنا اعجاز وايي‌ پولیسو ورته ویلي چې دا بلوچستان ته د ورتګ اجازه نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ثنا اعجاز وايي‌ چې د بلوچستان حکومت د صوبې له پښتون مېشتې ضلعې ږوب څخه په زور د صوبې تر حدودو اېستلې ده.

ثنا اعجاز د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دا د واک تحریک له خوا په ږوب کې د مېرمنو لپاره د یو کتابتون پرانستې ته ورغلې وه.

ثنا اعجاز وايي‌ پولیسو ورته ویلي چې دا بلوچستان ته د ورتګ اجازه نه لري.

نوموړې وویل، "دلته دومره ډير امنيتي اهلکار راغلي چې په يو ترهګر پسې هم شايد ورنشي. زه د امن خبره کوم. موږ د عدم تشدد د سرلارو، باچا خان او خان شهيد پلويان یو نو بې امني به ولې جوړوم. دوی ماته وايي چې ستا له وجې ثبات خرابېږي."

دې زیاته کړه چې غوښتل یې ښځو ته د کتابونو او کتابتون په اړه خبرې وکړي خو د دې په وینا، امنیتي عسکرو د خبرو هيڅ اجازه نده ورکړې.

ثنا اعجاز د واک تحريک بنسټګره ده او د جنورۍ پر ۱۶مه له پېښوره ږوب ته تللې وه.

يو پولیس چارواکي چې رسنيوو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، مشال راډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې د قانون له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځينو مشرانو د ورتګ بندېز دی نو ځکه هغوی په بلوچستان کې فعاليت نه شي کولای.

پولیسو د ۲۰۲۰ کال په نومبر مياشت کې د حکومت د شوي حکم يا نوټيفيکېشن ترمخه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتين، ډاکټر سېد عالم مسود، محسن داوړ او ثنا اعجاز بلوچستان ته د ننوتلو بندیز دی.

په دې نوټيفیکېشن کې د دې حکم لامل د امنيت سم ساتل ښودل شوي دي.

مشال راډيو ته رسېدلې ويډيوز ښيي چې ثنا اعجاز د ليویز د ګڼو امنيتي اهلکارانو په منځ کې په موټر کې کښېنول کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تل د ګډوډۍ جوړولو تور رد کړی او وايي د دوی مبارزه پر عدم تشدد ولاړه ده او د پاکستان تر ايين لاندې د خلکو حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG