د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس نوموتي انځورګر جمال شاه ته د هنر او ادب عالي جايزه ورکوي


د فرانس حکومت دا جايزه له ۱۹۵۷ز کال راهيسې هغو کسانو ته ورکوي چې د انځورګرۍ يا ادبياتو په برخه کې يې داسې امتيازي کار کړی وي چې پر فرانس او نړۍ يې خپل اغېز پرېښې وي.
د فرانس حکومت دا جايزه له ۱۹۵۷ز کال راهيسې هغو کسانو ته ورکوي چې د انځورګرۍ يا ادبياتو په برخه کې يې داسې امتيازي کار کړی وي چې پر فرانس او نړۍ يې خپل اغېز پرېښې وي.

د فرانس حکومت اعلان کړی چې نوموتي انځورګر، مجسمه جوړوونکي، موسيقار او اداکار جمال شاه ته به د هغه د هنري کارونو په وياړ جايزه ورکوي.

په اسلام اباد کې د فرانس سفارت د جنورۍ پر ۱۹مه جمال شاه ته په يو لېږل شوي ليک کې د فرانس د کلتور وزيرې لخوا د ''نايټ اف د ارډر اف ارټس اېنډ لېټرز ''په نوم د دغې جايزې اعلان کړی چې د کورونا وايرس وبا له کمېدو يا تمېدو سره سم به ورکول کېږي.

د فرانس حکومت دا جايزه له ۱۹۵۷ز کال راهيسې هغو کسانو ته ورکوي چې د انځورګرۍ يا ادبياتو په برخه کې يې داسې امتيازي کار کړی وي چې پر فرانس او نړۍ يې خپل اغېز پرېښې وي.

Pakistan: The Government of France announces "Knight of the Order of Arts and Letters" to Pakistani artist Jamal Shah on January 19, 2021.
Pakistan: The Government of France announces "Knight of the Order of Arts and Letters" to Pakistani artist Jamal Shah on January 19, 2021.

جمال شاه د جنورۍ پر ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ده خپله د دې جايزې لپاره ځان نه و نوماند کړی بلکې د فرانس حکومت او هلته په پاکستان کې د هغوی سفارت خپله د نوموړي هنري کارونو او په دې برخه کې د ده هلو ځلو ته په کتو هغه ته د جايزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.

''زما په فکر د دوی په نظر زما انځورګري، مجسمه سازي او په دې برخه کې زما کوششونه د دې اېوارډ (جايزې) لامل شوي. لکه په بلوچستان پوهنتون کوټه کې د ارټس څانګه پرانيستل، دلته په اسلام اباد کې د ''هُنرکده ''په نوم [د انځورګرۍ او مجسمه سازۍ] د ښوونې او روزنې اداره چلول يا په پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس کې خدمات تر سره کول شامل دي.''

نوموړی زياتوي چې پر دې سربېره هغه په پاکستان او نورو هېوادونو کې د انځورونو او مجسمو نندارتونونه هم کړي دي.

د جمال شاه په وينا ښايي په فلم، تياتر او موسيقۍ په برخه کې هم د ده خدمات ارزول شوي وي او دا ټولو ته په کتو يې نوموړی د جايزې وړ ګرځولی وي.

له کوټې ښار سره اړه لرونکی ۶۴ کلن جمال شاه د انځورونو او مجسمو جوړولو تر څنګ يوشمېر سندرې ويلي او هغوی ته يې طرزونه جوړ کړي، په ډرامو او فلمونو کې يې کار کړی او ځينې يې جوړ کړي هم دي او پر دې سربېره يې د هنرونو په برخه کې زرګونه شاګردان روزلي دي.

دا چې د ''ويژول ارټس ''يا ليدونکي هنر (انځور او مجسمه جوړونې) تر شا د نوموړي انګېزه څه ده؟ جمال شاه وايي چې هنر د ژوند اظهار يا د خپلو احساساتو، تجرباتو او مشاهداتو د اظهار يوه ذريعه ده.

نوموړی زياتوي، ''ارټسټ (هنرمند) د بدلون استازی وي. د ارټ (هنر) اساس د انسان ازادي او هغه د ازادۍ پر لاره روانول دی، او بلخوا ارټسټ بايد ټولنې ته داسې خدمت وکړي چې په ټولنه کې د ژوند اړه رويه بهتره شي.''

په پښتنې ټولنه کې د ارټ يا هنر په برخه کې د نويو راټوکېدلو ځوانانو د هنر په اړه جمال شاه وايي چې انسان په هر ځای کې د ژوند اظهار غواړي او د ده په وينا له ښه مرغه نوي ځوانان د هنر له لارې د خپلې ټولنې او چاپيرچل ښه اظهار کوي.

''زموږ ځوانان خپل کلتور ته ډېر نيږدې دي. د دوی لپاره ګټوره خبره همدا ده چې له خپل کلتوره نه دې بېل شوي. په خپل ژوند او تاريخ خبر دي نو ځکه دوی اظهار غواړي. که په پوهنتونونو کې د هنر څانګې وي او که نه وي خو خلکو په خپل مټ کار کړی دی.''

که څه هم د پاکستان په يوشمېر پوهنتونونو کې د فاين ارټس (انځورګرۍ او مجسمه سازۍ) څانګې شته خو جمال شاه وايي چې هنر هغه وخت وده کولای شي چې کله د پوهنتونونو تر څنګ کلتوري مرکزونه، نندارتونونه، ميوزيمونه، او داسې نور مراکز جوړ کړل شي چې د هنر اظهار پکې وشي. د هغه په وينا په پاکستان کې له بده مرغه دې خوا ته پاملرنه ده شوې.

جمال شاه زياتوي چې ارټ يوازې د دېوالونو د ښايست لپاره نه بلکې د ژوند د ښايست لپاره دی او دا بايد د تعليم يوه مهمه برخه وګرځول شي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG