د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مور په دعاوو رخصت شوې،کریمه بلوڅ په تابوت کې وروړل شوه


کريمه بلوڅ
کريمه بلوڅ

کريمه بلوڅ چې کله خپلې مور له کراچۍ ايرپورټه کينېډا ته رخصتوله نو ورته يې د بلوڅي هغه دعا وکړه چې په هېوادونو هېوادونو وګرځې او بيا روغه رمټه وطن ته راستنه شې.

خو ۵ کاله وروسته کريمه په تابوت کې په داسې حال کې همغه کراچۍ ايرپورټ ته رواړل شوه چې د کورنۍ په ادعا هلته چارواکيو ان د هغې مړی تر څو ساعتونو پورې دوی ته ورنه کړ.

خلکو ښايي د کریمې بلوڅ نوم په ۲۰۰۸م کال کې هغه مهال اورېدلی وي کله چې هغه د بلوڅ ځوانانو سازمان بلوچ سټوډنټس ارګنايزېشن(ازاد) مرستياله مشره وټاکل شوه او په کليو او ښارګوټو کې يې په بلوڅ مېشتو سيمو کې د روانو پوځي عملياتو پر مهال له ادعا سره سم د بشري حقونو د سرغړونو او د لادرکه کسانو د موندلو لپاره جلسې، مظاهرې او خبرې غونډې کولې.

کله مې چې د کریمې مړی د واده په جامو کې راغلی ولید نو ورته ومې ويل موږ ستا په واده کې نه وو خو ته دا دی د ناوېتوب په جامو کې راستنه شوې. د خپلې خاورې او وطن ناوې
د کریمې بلوڅ خور

په ۲۰۰۶ م کال کې د پاکستان پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف په واکمنۍ کې په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال بلوڅ سياستوال نواب اکبرخان بګټي ووژل شو چې په غبرګون کې يې ځينو بلوڅو وسله والو ډلو يو ځل بيا د پاکستان پرضد د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه پېل کړه چې تر ننه پورې دوام لري.

داسې تورونه لګول شوي چې د پاکستان پوځ په زرګونه کسان غېب کړي او دا شان د بشري حقونو نورې سرغړونې يې کړي خو پوځ تل دا تورونه رد کړي او ويلي چې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره هند د بلوڅ وسله والو ملاتړ کوي. هند او بلوڅان دا الزام بې بنياده ګڼي.

کريمه بلوڅ هم په دې جنګي حالاتو کې د سياست ډګر ته راغلې وه او له هغو فعالينو وه چې پر پوځ يې سخت تنقيد کاوه. وروسته په ۲۰۱۵م کال کې د امنيتي اندېښنو له کبله کنېډا ته ولاړه او سياسي پناه يې واخيستله. د ۲۰۲۰م د دیسمبر پر ۲۰ مه خبر خپور شو چې کريمه بلوڅ په ټورنټو ښار کې لادرکه شوې ده او بيا یوه ورځ وروسته يې مړۍ د سيند له غاړې ترلاسه شو.

کریمه بلوڅ د خپل ورور سمیر بلوڅ سره
کریمه بلوڅ د خپل ورور سمیر بلوڅ سره

د دې خبر په خپرېدو سره په کوټې، اسلام اباد او کراچۍ په ګډون د بلوچستان په مختلفو سيمو کې د هغې د مړينې د پېښې پرضد مظاهرې وشوې چې پکې دا ادعا وشوه چې هغه وژل شوې ده او بايد د کينېډا پوليس يې بشپړې پلټنې وکړي.

د پاکستان حکومت هم له کنېډا څخه په دې اړه د شویو پلټنو د شريکولو غوښتنه وکړه. خو د کينېډا پوليسو مشال راډيو ته په لېږلي بيان کې ويلي ول چې د کريمه بلوڅ مرګ جرمي اړخ نه لري.

يوه مياشت وروسته د کريمې مړی د جنورۍ پر ۲۴ مه سهار وختي له کنېډا کراچۍ ته ورسول شو چې هلته ورته وار له مخه د هغې خويندو او نورو خپلوانو انتظار کاوه.

کراچۍ ایرپورټ او بې ساه کریمه

په انتظار کوونکيو کې د هغې مور نه وه. هغه کراچۍ ته ځکه نه وه ورغلې چې هغې نه غوښتل چې پر همغه ايرپورټ د لور مړی ترلاسه کړي په کوم ايرپورټ چې يې هغه په ۲۰۱۵ کال کې ژوندۍ رخصت کړې وه.

جميلې د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل هغه ورځ‌ یې ښه په ياده ده چې کريمه بلوچ يې په دعاګانو رخصتوله: (( ما چې هغه په ايرپورټ رخصتوله نو مې ورته د بلوڅانو هغه دعا وکړه چې په ملکونو ملکونو وګرځې او بیا روغه رمټه وطن ته راستنه شې خو ښايي زما دعا تر خدای پاک پورې ونه رسېده او تر يوه اوږده بېلتون وروسته هغه په داسې حالت کې راستنه شوه چې خدای دې د چا دښمن هم دغسې نه ورستنوي.))

کريمه بلوڅ هغه مهال مور له نور څه ويلو منع کړله چې هغې ورته د بلوڅي ژبې کلاسيک شعرونه وويل. دا شعرونه ډېر پخوا په عراق او عمان کې د مزدورۍ لپاره تلليو بلوڅو کارګرانو د خپل وطن په ياد کې ليکلي ول.

د هغو څو شعرونو پښتو ژباړه

زه شديد خواهش لرم چې د کليرد بې سايه درخته ووينمه
هغه درخته چې قوي، ژورې جرړې لري
زه د چګرد ونه ليدل غواړم
د هغو ونو د ليدلو تنده هم لرمه
چې لا ښاخونه یې پرې شوې نه دي
زه مې د خوېندو، انږوريانو د ليدلو تنده زړه کې لرم
غواړمه بیا مې د خپلوانو مجلسونو کې شريک شمه زه
زما وطن،‌ د زړه راښکونکو منظرو وطن دی
زما وطن دی د پراخو واديانو سيمه
چې پکې زموږ د ښکار ځايونه شته دي

جميله وايي چې کله يې دا شعرونه کریمې ته وويل نو هغه خفه شوه او وې ويل: ((مورې بس کړه بس! کنه خپل سفر منسوخوم. زه خپل وطن پرېښودل نه غواړم خو مجبوره يم چې لاړه شم ځکه چې زموږ غږ دلته څوک نه اوري او اوس به هلته ورځم چې خپل غږ ورورسوم.))

کریمې ماته ويل چې داسې دعا راته مه کوه. هسې نه دومره درنه ليري ولاړه شم چې بيا مو د دیدن نصیب ونه شي
د کریمې بلوڅ مور

کريمه بلوڅ کينېډا ته ولاړه خو له کورنۍ سره به يې هروخت د ټيليفون له لارې خبرې کولې. هغې به پر انسټاګرام د خويندو او مور يادونه هم شريکول.

جميله وايي د کریمې هغه خبره يې تل ځوروري چې ويل به يې مورې داسې دعا مه راته کوه چې درڅخه دومره ليرې ولاړه نشم چې بیا مې ستا ديدن په نصيب نشي. (( هغې ته به زما د لاس چای ډېرې وريادېدلې. د هغې به هميش مغزي درد کاوه او ويل به يې چې کاش د مور په غېږ کې مې سر ايښی وای او هغې مې مغزې را مالش کولای.))

د کريمې مور یوازې د لور نه بلکې په تېرو ۱۳ کالونو کې د نورو په ډزو ويشتل شوي د څلور نورو خپلوانو مړي هم ليدلي دي.د هغې ورور نور احمد تر یوه نيم کال پورې لادرکه وو او په ۲۰۱۸م کال کې يې خراب کړل شوی مړی له ځنګله ترلاسه شو. د هغې د تره زوی کريم جان په ۲۰۱۱م کال کې لادرکه شوی وو چې وروسته يې مړی وموندل شو.

د کریمې بلوڅ قبر ته ښځې سلامي کوي
د کریمې بلوڅ قبر ته ښځې سلامي کوي

دغسې د کريمې د پلار محراب عالي کشر ورور ډاکټر خالد په ۲۰۰۷م کال کې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوی وو او د پلار د ماما زوی صالح ابراهيم بيا په ۲۰۰۹م کال کې د بېلتون پاله وسله والو بلوڅانو د ملاتړ په تور ووژل شو.

خو دې هر څه او د کریمې بلوچ مرګ هم جميله دومره په هوډ کمزورې کړې نه ده چې خپل پاتې بچي له مبارزې راوګرځوي. هغه وايي: ((د دوی خپله خوښه ده. که له وطن سره مينه لري او مبارزه کول غواړي نو زه يې مخه نه نيسم))

د کريمې څلور خويندې دي چې پکې ماه ګنج بلوڅ یې تر ټولو نږدې ملګرې وه. ماه ګنج هم د خپلې مور سره هغه وخت کراچۍ ايرپورټ‌ته تللې وه چې کريمه یې کينېډا ته لېږله خو پنځه کاله وروسته پر همغه ایرپورټ د دې لپاره ولاړه وه چې د خپلې خور بې ساه وجود راواخلي.

ماه ګنج د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د کريمې نښې ورسره پاتې دي. ((کومه ورځ چې هغه کينېډا ته تلله نو پر هغه سهار يې ما ويښتان ږمنځ کړل. يو څه ويښتان يې په ږمنځ کې پاته شول چې تر نن ورځې پورې ما له ځان سره سنبال کړي دي.))

د کریمي واده په کنېډا کې شوی وو او د مور او خویندو لوی افسوس د هغې په واده کې نه ګډون وو. د دوی ورور سمير بلوڅ هم له خپلې مېرمنې سره په کنېډا کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي.

کله چې دوی د کریمې مړی بلوچستان ته لېږه نو ماه ګنج خپلې ورېندار ته وويل چې هغې ته دې د واده جامې ورواغوندي. ((ما ورندار ته وویل چې هغې ته د ناوې جامې ورواغونده او کله چې یې مړی راوړل شو نو داسې ښکارېده لکه ناوې. زه د تابوت سر ته کښېناسم او ورته مې وويل چې موږ ستا په واده کې ګډون ونکړای شو خو نن ګوره لکه ناوې راغلې يې، د خپلې خاورې او وطن ناوې!))

ماه ګنج وايي همېشه یې د خور د بدن خوشبو حس کوله او تل به يې ورته ويل چې د خپلو لاسونو تصويرونه ورولېږي. ((ما به له هغې غوښتل چې خپل هغه پړوني راولېږي چې د دې د بدن بوی ترې ځي. ما او هغې سره ويلي ول چې کله مو هم ملاقات وشي نو ټوله شپه به خبرې سره کوو. زه ټوله شپه د دې د تابوت سر ته ناسته وم او ورته مې خبرې کولې خو هغې ځواب نشو راکولی. ما د دې وجود ته لاس وروړ خو خلکو منع کړم خو ما بیا هم وروړ. ما لاسونه و نه وينځل چې هسې نه د کریمې خوشبو ورڅخه ولاړه نشي. ما ټوله ورځ خپل لاسونه بوی کول ځکه چې د کریمې خوشبو ترې تله.))

XS
SM
MD
LG