د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او هند د شاتوت بند جوړېدو تړون لاسلیک کړ


د افغانستان ولسمشر او د هند د وزیر اعظم په حضور کې په انلاین ډول شاتوت بند د جوړولو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان ولسمشر او د هند د وزیر اعظم په حضور کې په انلاین ډول شاتوت بند د جوړولو تړون لاسلیک شو.

د افغانستان او هند ترمنځ د شاتوت بند د جوړېدو تړون لاسلیک شو.

د فېبرورۍ پر نهمه د دغه تړون د لاسلیک په انلاین غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، هند وزیر اعظم نرېندرا مودي تر رهبرۍ لاندې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې له درې میلیارده ډالره زیاته مرسته کړې او د شاتوت بند د جوړېدو مرستې افغانانو ته لکه اوبه روان ژوند ورکوي.

غني د شاتوت بند اهمیت په اړه وايي: "دا بند به کابل سیند ته کافي اوبه ورکړي او د ښېرازۍ او سمسورتیا په مرکز به یې بدل کړي، د شاتوت اوبو بند د سولري پمپونو عملي امکان موجود دی، د دغو پمپونو په کېنولو سره به د طبعیت تصویر ښایسته کړي، لکه څنګه چې د بابر پاچا او له هغه وروسته به د شاعرانو د نسل پام ځان ته اړولی و."

غني زیاته کړه، لکه څنګه چې کابلیان د سرو زرو او واورې ګډ ارزښت اندازه کوي، یو متل یې وايي، بې زرو دې وي، خو بې واورې نه، د شاتوت بند به همداسې د شااوخوا دوه میلیونه خلکو تنده خړوبه کړي.

د هند وزیراعظم نراندرا مودي وویل چې نن یو ځل بیا افغانستان او هندوستان د اړیکو یو قوي بنسټ کېښود.

دی وايي: "کابل کې د شاه توت بند چې نن یې موږ د جوړېدو تړون لاسليکوو، د افغانستان او هندوستان د غښتلې اړیکو پایله ده چې ملاتړ یې کوو، دا بند به د کابل خلکو ته اوبه‌ برابرې کړي، کابل ښار د هندوستان د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري."

مودي زیاته کړه، د افغانستان اړتیا ورته مهمه ده او راتلونکي کې به په افغانستان کې دې ته ورته نورو پرمخیتايي کارونو ته دوام ورکړي.

شاتوت بند چې د کابل په سیند جوړېږي، د کابل ولایت د چهارسیاب ولسوالۍ په للندر سیمه کې موقعیت لري چې په جوړېدو سره به یې څلور زره هکتاره ځمکه خړوبه او دوه میلیونه کابل ښاریانو ته به پاکې اوبه چمتو کړي.

د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د دغه بند په جوړېدو څه باندې ۲۳۶ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د هند له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په شپږو کلونو کې بشپړې شي.

شاتوت بند به ۹۷ متره لوړ وي او ۶۰ متره پلنوالی ولري او د ۱۴۶ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

د شاتوت للندر بند جوړېدو تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې کابل ښار د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی او ان د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ښکته تللې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک مشال راډیو ته وویل چې د دې بند په جوړېدو سره به تر یو بریده دا ستونزه هواره شي.

په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس خان محمد تکل په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د جوړېدو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي چې تراوسه پورې یې ۹۸ سلنه کار پر مخ تللی.

له دې سره په خوا کې افغان حکومت د بدخشان په شورابک، د نیمروز په کمال خان او د هلمند په کجکي بندونو د رغونې او بیارغونې کارونه چټک کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG