له کوټې څخه ۱۶۰ کلومیټره لیرې شمال ختیځ لور ته د هرنايي ضلع په شاهرګ سیمه کې د چارشنبې په ورځ د سکرو کان کې له زهرجنه ګیسه څلور کانکیندونکي وژل شوي او یوبل بې هوش شوی دی.
په هرنايي کې ډپټي کمیشنر سهېل انور ځايي خبریالانو ته ویلي پېښه د اکبرخان په کان کې شوې ده. نوموړی زیاتوي چې بې هوشه کانکیندونکی یې د درملنې لپاره کوټې ته لېږدولی دی.
د ځايي لیویزو په وینا وژل شوي څلور واړه کسان د سوات اوسېدونکي ول. چې پکې د خوازه خېلې ۱۸ کلن علي شاه د خان سواتي زوی، ۴۵ کلن سید محمد د جان اکبرسواتي زوی، ۲۲ کلن صاحب د مالیار زوی او رشید د کمشېر په نومونو پېژندل شوي دي.
د ځايي چاروکو په وینا د وژل شویو کسانو مړي خپلو پلرنیو ټاټوبو ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون د نورو پاکستان د کویلې په کانونو کې بیا بیا د ګېس چاودنې کېږي یا هم نړېږي چې د سکرو کانکیندونکیو اتحادیې په خبره هر کال لږ تر لږه ۲۰۰ کانکیندونکي پکې مري.
په کوټه کې د پاکستان لیبر فیډریشن مشر سلطان لالا په وینا چي په بلوچستان کې هرکال د کویلې په کانونو کې لسګونه کسان ژوند بایلي خو د حکومت له لوري د کانکیندونکیو د ژغورنې لپاره ګامونه نه پورته کېږي.
وړاندې هم له مشال راډيو سره په خبرو کې د سکرو ټولنې مشرانو بیا بیا ویلي، داسې پېښې ځکه کېږي چې د کانونو سمبالولو ادارې ډېری سرکاري چارواکي، د کانونو مالکان لنډه دا چې هېڅوک هم خپله دنده په سمه توګه نه ترسره کوي.
همدا خبره د کانونو څارنې ادارې چارواکي هم مني او وايي چې له دوی سره دومره روزلي کسان نشته چې په ټولو سیمو کې د هر کان کره پلټنه او معاینه وکړي او د کانونو سمبالولو چارې بې مسلکه خلکو ته سپارل شوې دي.