د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار او ځاځي ميدان لاره بیرته پرانیستل شوه


د خوست ښار او ځاځي ميدان لاره
د خوست ښار او ځاځي ميدان لاره

د خوست ښار او ځاځي ميدان ولسواليو تر منځ سړک چې د امنيتي ګواښونو له کبله د ځایي خلکو له خوا د دوه ورځو لپاره تړل شوی و، بېچیرته پرانیستل شو.

نن پنجشنبه/زیارت ورځ د ځاځي ميدان اوسېدونکي سېلاب ځاځي مشال راډيو ته وویل، د خوست ملکي او پوځي چارواکي ځاځي ميدان ته ورغلي وو او ځايي خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د لارې په اوږدو کې به یوشمېر نوې امنيتي پوستې جوړې کړي.

د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داوود امين وويل، له ځايي خلکو سره ستونزه هواره شوې او د نويو امنيتي پوستو د جوړولو کار عملاً پیل شوی دی.

ځاځي ميدان د خوست ښار په شمال کې له امن لرونکو ولسواليو څخه ده چې ډېری ځوانان یې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دندې تر سره کوي.

دې ولسوالۍ ته د غځيدلي لارې په اوږدو کې چې د سبريو او باک له ولسواليو تېرېږي، کله نا کله امنيتي پېښې رامنځته کېږي.

XS
SM
MD
LG