د افغانستان د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼي مشال راډيو ته وویل چې د نارنج ګل سږنۍ دودیزه مېله او مشاعره به د تېرو کلونو په پرتله د ځانګړو توپیرونو لرونکې ده.
د خوګیاڼي په خبره، دا ځل یې د مشاعرې، نندارتونونو او کنسرټونو لپاره له خېبر پښتونخوا هم ګڼ هنرمندان، ادیبا او شاعران ورغوښتي دي.
خوږیاڼی زیاتوي د جلال اباد ښار په باچا خان مرکز کې په دې مشاعره کې هرڅوک ګډون کولی شي.
دغه مېله او مشاعره هر کال د پسرلي موسم د لومړۍ میاشت په لومړیو شپو وروځو کې جوړېږي چې پر ننګرهار سربېره، د نورو ولایتونو او خېبر پښتونخوا شاعران، لیکوالان، فرهنګیان، د شعر مینه وال او سلګونه ځایي خلک پکې ګډون کوي.
یو ښکاره توپیر چې د سږکال په دې مراسمو کې له اوسه ښکاري، هغه دا دی چې دا ځل دا مشاعره د شپې کېږي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی ډاډ ورکوي چې د امنیت د ټینګښت په موخه یې له وړاندې تدابیر شته او افغان ځواکونو ورسره په همغږۍ د سیمې د څارنې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.
د یادونې وړ ده چې له تېرو څه باندې ۵۰ کالو راهیسې هرکال په رسمي بڼه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره کېږي چې په خپل اصل کې د هېواد په کچه د سترو مېلو او مشاعرو څخه ده.
د نارنج ګل لومړۍ دودیزه مېله او مشاعره په لومړي ځل د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د جلال اباد ښار په په سپین غر هوټل کې جوړه شوې وه.