د برما لپاره د ملګرو ملتونو استازي امنیت شورا ته ویلي چې دغه هېواد د کورنیو جګړو له احتمال سره مخ دی او "د لا نورې وینې تويېدو ويره ده" ځکه چې پوځ د کوتاد ضد لاریون کوونکو خلاف عمليات تیز کړي دي.
د مارچ پر ۳۱مه شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې کریسټین شرنر برګنر له نړیوالو قدرتونو وغوښتل چې د ناورین د مخنیوي لپاره اقدام وکړي خو هغې دا ونه ویل چې څه باید وشي.
ځينې خبري اژانسونو د نوموړې خبرې راخېستې او ويلي دي چې کريسټين د پوځي کارروايي په هکله ویره لرونکې ارزونه وړاندې کړه او امنیت شورا ته یې وویل چې برما په یوه ناکامه رياست د بدليدو په حال کې ده.
په برما کې د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه پوځ واک ترلاسه کړ او منتخبه مشره انګ سان سوچي يې له واکه لیرې کړه. د دې په غبرګون کې په ټول هېواد کې لاريونونه وشول.
د څارونکو په وينا په مظاهرو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي.