د جسټس افتاب او د کورنۍ په وژنو کې هيڅ لاس نلرم: لطيف اپريدی
د پاکستان وکيلانو اتحاديې مشر لطيف اپريدي د اپرېل پر پنځمه نېټه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال ويلي چې د جسټس افتاب اپريدي او د هغه د کورنۍ د غړو په وژنه کې هيڅ لاس نلري. دا وژنې د اپرېل پر څلورمه هغه مهال شوې وې چې کله جسټس افتاب او کورنۍ يې په انبار انټرچېنج کې په ګاډي کې روان ول. د وژل شوي جج زوی په اېف ای ار کې د ځينو نورو کسانو ترڅنک لطيف اپريدی او د هغه زوی هم تورن کړي دي.