پاکستان کې کوم نشيي مواد کارېږي؟
د خيبر پښتونخوا په شمول د پاکستان په ګڼو سيمو کې يو شمېر ځوانان په بېلا بېلو نشو روږد شوي چې له کبله يې نه يوازې د دوی روغتيا زيانمنه شوې بلکې دې عمل پر ټولنې هم منفي اغېزې کړې دي. د زياتره پوهانو په نظر نشې يو روغ انسان د تيارو او تورتمونو پر لور بيايي. د دې اوونيزې خپرونې "تورتمونه"په لومړۍ برخه کې د نشو پر تاريخ، په پاکستان کې د دې پر استعمال او اغېزو بحث شوی دی. دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.