د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي چارواکي وایي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې چې د تورخم پر لاره د ګنډو لېږدونکو پر تګ راتګ بندیز لګېدلې، ورسره د خلکو په تګ راتګ کې سل سلنه اسانتیا رامنځته شوې ده.
د تورخم ښاروال راحتګل زیارمل د اپرېل پر۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د ننګرهار د والي ضیاءالحق امرخېل په سپارښتنه په تورخم کې د بېلابېلو ادارو له مسوولینو څخه یوه کمېټه جوړه شوې چې په پوره ژمنتیا په دې برخه کې کار کوي چې هغه چاته به په تورخم لاره د تګ اجازت نه ورکوي چې سوداګریز مالونه د ګنډو په شکل په تورخم اړوي.
د ذکر وړ ده چې د دغو ګنډه لېږدونکو شمېر زرګونو تنو ته رسېده چې عامو خلکو ته یې په تورخم لاره د تګ راتګ پر مهال ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې.