د لاسرسي ځای

تازه خبر

کووېډ-۱۹ وبا د هند روغتیايي نظام له لوی فشار سره مخامخ کړی


په هند کې له کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه تر دې مهاله نېږدې ۱۸۷،۰۰۰ کسان وژل شوي - د ارشیف انځور.
په هند کې له کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه تر دې مهاله نېږدې ۱۸۷،۰۰۰ کسان وژل شوي - د ارشیف انځور.

د هند روغتیايي نظام د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ د زیاتېدونکو پېښو له وجې له لوی فشار سره مخامخ دی.

د کورونا وایرس برتانیوۍ بڼه چې له اصلي وایرسه بدله ده، په هند کې لویې ولسي غونډې او احتیاطي لارښوونو ته پام نه کول د کووېډ-۱۹ د زیاتېدونکو پېښو لاملونه بلل کېږي.

په هند کې اوس هره ورځ د نړۍ پر کچ تر ټولو زیات کسان په کورونا وایرس اخته کېږي او په روغتونونو کې کټونه او نور طبي وسایل خورا کم شوي دي.

هند ۱،۳ اربه نفوس لري او له تازه شمېرو سره سم، اوس هلته هره ورځ له درو لاکو زیات کسان په کورونا اخته کېږي.

په هند کې د اپرېل تر ۲۳مې، ۱۶،۲ میلیونه خلک په کووېډ-۱۹ اخته شوي چې په دې ډول تر امریکا وروسته پکې تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

په هند کې کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ تر دې مهاله نېږدې ۱۸۷،۰۰۰ کسان وژلي دي.

خو له دې ارقامو ښايي د کړکېچ د اصلي حالت پته و نه لګي.

ځايي رسنۍ، رویټرز اژانس او فنانشل ټایمز ورځپاڼه وايي، د هند یو شمېر ښارونه د جسدونو د سوځلو او ښخولو شمېر له کووېډ-۱۹ څخه د مړو شویو له رسمي ارقامو خورا زیات ښيي.

د هند ترڅنګ په امریکا، اسټرالیا، اسراییلو، بېلجییم، برتانیا او سېنګاپور کې هم د کورونا وایروس نوې بڼه موندل شوې ده چې بي یو ۶۱۷ ( B.1.617) نومېږي.

د دې وایرس د خپراوي مخنیوي په موخه تر برتانیې وروسته متحده عربي اماراتو هم له هند سره پروازونه ځنډولې دي.

کاناډا هم له هند او پاکستان سره د یوې میاشتې لپاره د پروازونو ځنډولو اعلان کړی.

هند د اپرېل پر ۲۲مه د ۳۱۴،۸۳۵ کسانو د کورونا کېدو خبر ورکړ چې دا د نړۍ پر سطح په ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوی شمېر دی.

تر امریکا وروسته په هند کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

هند کې د مړیو سوځولو لپاره لرګي نه ملاوېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

په پلازمېنه دلي کې له هرو درو څخه د یو کس د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت خېژي چې د وبا د سطحې د لویوالي ښکارندويي کوي.

د هېواد پر سطح د مثبتېدو شرح تر ۲۰ فیصده لږه ټیټه ده.

په نوي دلي کې سخت ټولبند لګېدلی. تر دې مخکې په ځینو نورو ایالتونو او ښارونو کې هم ورته محدودیتونه لګول شوي چې د وایرس د لا زیات خپراوي مخه ونیولای شي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر اوسه په نړۍ کې ۱۴۴،۷۷۱،۳۵۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۳،۰۷۲،۶۱۴ کسانو خپل ژوند بایللی خو ۸۳،۱۷۳،۳۹۳ کسان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي هم دي؟

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG