د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مې پر اوومه نېټه د سعودي عرب ته تللی وو چې هلته يې له سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات کړی وو.
د دې سفر پر مهال دواړو هېوادونو ځينې تړونونه هم وکړل.
د عمران خان تر سفر له مخه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه سعودي عرب ته تللی وو.
دا سفرونه په داسې حال کې شوي چې په دې وروستيو کې د رياض او اسلام اباد تعلقات د کشمېر لانجې پر سر لږ څه خراب شوي ول.
د عمران خان د دې سفر ارزښت، لاس ته راوړنې او د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کې د شته چېلنجونو په اړه د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ په سعودي عرب کې د پاکستان له پخواني سفير ایاز وزير سره مرکه کړې ده.
لومړۍ پوښتنه يې دا کړې چې ایا د عمران خان سعودي عرب ته تګ يو عموي سفر وو او که نه غيرعادي وو؟