د وړوکي اختر په ورځ خلکو مبارکۍ اخيستلې خو غازي خان د خپل زوی پر فاتحه ناست وو. د هغه ۱۶ کلن زوی حميد خان تر اختر څو ورځې له مخه د بلوچستان په ږوب ښار کې د سليځي پر سړک له ملګرو سره پر موټرسايکل سپور وو چې اول يې له يوه ټوډي موټر سره ټکر وخوړ او وروسته يې پر بدن مزدا ټرک وخوت.
غازي خان مشال راديو ته وويل چې زوی يې له ملګرو سره د روژه ماتې لپاره په ډېر شوق روغ له کوره وتی وو خو په وينو سور یې کور ته وروړ.
دا يوازې غازي خان نه وو چې وړوکۍ اختر يې په غم تېر کړ بلکې نورې ډېرې داسې کورنۍ هم وې چې په ټرافيکي پېښو کې يې د خپلوانو د وژنې يا ټپي کېدو له کبله د اختر خوشالي په ماتم اوښتې وه.
د بلوچستان په سړکونو ټرافيکي پېښو ته د چټک غبرګون مرکز(ميډيکل اېمرجسني رسپانس سېنټر) مشر عزيز احمد جمالي د مې پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د اختر په لومړيو څلورو ورځو کې په ټوله صوبه کې ۲۶۴ ټرافيکي پېښې شوې وې چې د ده په خبره پکې درې کسان وژل شوي او ۱۲۸ ټپيان ول. خو دا يوازې هغه ځینې دي چې پر لويو سړکونو شوې او رپورټ شوې دي.
د مشال راډيو له خوا راغونډې شوې شمېرې ښيي چې په بلوچستان کې په تېرو ۱۷ مياشتو کې د ترهګرۍ تر پېښو ټرافيکي پېښې نه يوازې زیاتې شوې بلکې مرګ ژوبله هم په بې ساري توګه پکې زیاته ده.
مشال راډيو د بلوچستان حکومتي مرکز ميډيکل اېمرجسني رسپانس سېنټر (مرک) له خوا د ټرافيکي پېښو ورکړل شوې شمېرې په دې صوبه کې د ترهګرۍ او شدت پسندۍ له پېښو سره پرتله کړې دي.
د ترهګرۍ د پېښو شمېرې له ساوت اېشیا ټريريزم پورټل څخه رااخيستل شوې دي. دا پورټل په جنوبي اسيا هېوادونو کې د ترهګرۍ په اړه ورځنۍ شمېرې راټولوي او پر ويب پاڼه يې خپروي.
ويب پاڼه ورځپاڼې، اژانسونه، د حکومت او پوځ اعلاميې او يا د وسله والو ډلو بیانونه د سرچينو په توګه استعمالوي.
په بلوچستان کې د دوه طرفه پراخو سړکونو د نشتوالي له وجې ټرافيکي پېښې کېږي.ناصر شاهوانی
طبي مرکز مرک د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر ۲۲مې راهيسې د بلوچستان په لويو سړکونو کېدونکې ټرافيکي پېښې ثبتوي. د دې شمېرو له مخې په تېرو ۱۷ مياشتو څه باندې ۱۱زره او اته پېښې شوې چې پکې ۲۷۵ کسان وژل شوي او ۱۴ زره ۸۴۲ ټپیان شوي دي.
خو مشال راډېو چې په هم دغه موده کې د ساوت اېشیا ټېريریزم پورټل پر ويبپاڼه د تشدد د پېښو جاج واخيست نو د مې تر۳۱مې ڼېټې پورې په تېرو شاوخوا ۱۷مياشتو کې په بلوچستان کې له ترهګرۍ او اورپکيتوب سره تړليو ۲۶۰ پېښو کې ۳۰۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ زيات زخميان شوي دي.
يعني په دې صوبه کې هره ورځ اوسطا ۲۳ ټرافيکي پېښې کېږي.
د ټرافيکي پېښو ستونزه به پخوا يوازې د ټرانسپورټرانو اتحاديو راپورته کوله خو اوس دا پېښې دومره زياتې شوې چې ان د سیاسي ګوندونو په بیانونو او تګلارو کې يې هم ځای موندلی او هغوی دا ستونزه نه يوازې په سياسي غونډو، ورځپاڼو بلکې په اسمبليانو کې هم رااوچتوي.
خبریال عدنان عامر د بلوچستان وايس نومې ويب پاڼې مدير دی. هغه په ۲۰۱۸ز کال کې په صوبه کې په ترهګرۍ او ټرافیکي پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه يو تحقيقاتي رپورټ خپور کړی وو.
د هغه رپورټ وايي چې د ۲۰۰۶زکال او ۲۰۱۵زکال په مینځ کې ټرافيکي پېښې او په دې کې شوې مرګ ژوبله د ترهګرۍ تر پېښو زياتې دي.
په دې صوبه کې له شاوخوا دوو لسيزو راهيسې بلوڅ بېلتونپاله وسله والې ډلې او بل اړخ ده د مذهب په نوم اورپکې ډلې فعاله دي.
نوموړي د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د رپورټ تر خپرېدو وروسته د ټولو خلکو په تېره بیا د حکومت او سياسي ګوندونو هم دې طرف ته پام واوښت چې په بلوچستان کې له ترهګرۍ سره سره د ټرافيکي پېښو ستونزه هم ډېره جدي ده.
"زموږ په رسنيو او له نور لارو څخه دا ملي بيانيه جوړه شوې وه چې بلوچستان له ترهګرۍ ډېر اغېزمن دی، او دی هم، په دې کې هيڅ شک نشته خو لويې لارې څومره خلک وژني، دا يوه داسې ستونزه وه چې چا ورته پام نه کاوه او ما په لومړي ځل پخپل رپورټ کې دا خبره روښانه کړه."
خو د ټرافيکي پېښو وجه څه ده؟
چارواکي، ډرايوران، مسافران او د ټرانسپورټرانو اتحاديې مشران د ټرافيکي پېښو لوی لامل په بلوچستان کې د پراخو سړکونو نشتوالی یادوي.
په دې صوبه کې شاوخوا ۴۵ زره کلوميټره سړکونه او پنځه لويې لارې (های وېز) دي خو تر ټولو زیات ټريفک د چمن، کوټې او کراچۍ های وې او د کوټې او ږوب پر لویو لارو وي.
د بلوچستان پر سړکونو ان پیاده کسان، سايکلان او موټرسايکلونه هم ليدل کېدای شي او کله نا کله رمه يا نور څاروي هم تر سړکونو تېرېږي راتېرېږي.
د بلوچستان ټرانسپورټ اېکشن کمېټۍ وياند ناصر شاهواني د مې پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د ټرافيکي پېښو لوی لامل د سړکونو تنګوالی دی. عادي خلک او چارواکي او ټرانسپورټران دې سړکونو ته د "قاتل سړکونو" نوم ورکوي.
"په بلوچستان کې د دوه طرفه پراخو سړکونو د نشتوالي له وجې ټرافيکي پېښې کېږي. د ټرکونو، مزدا، بسونو، موټرسايکلانو او ان پیاده خلک د دې پېښو ښکار شي. سړکونه تنګ دي او د صوبې نفوسو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې له کبله يې پر سړکونو د ګاډو شمېر او تګ راتګ زیات شوی دی."
د پاکستان سيند، پنجاب او خيبر پښتونخوا صوبو موټروې لري خو په بلوچستان کې لاهم نشته. د ږوب او کوټې ترمينځ سړک پرته د نورو سړکونو ارتوالی ۲۴ فټه دی چې په مينځ کې يې د سړک وېشلو ټيټ دېوال یا خنډ هم نشته او يوازې سپینه کرښه راښکل شوې وي. د ږوب اوکوټې ترمينځ ۳۳۷ کلوميټره سړک ۴۸ فټه ارتوالی لري.
د پاکستان د لويو لارو ملي ادارې نېشنل های وې اتارټي چارواکي وايي چې د دوه طرفه ټرافيک لپاره بايد د سړک ارتوالی ۴۸ فټه وي.
د بلوچستان ټرانسپورټ اېسوسي اېشن يو غړي عبدالجبار اڅکزي د مې پر ۲۵ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې له ګورنر سره یې ځانګړی ملاقات کړی او ورڅخه يې د سړکونو پراخولو غوښتنه کړې ده.
د ده په وينا، هم دا غوښتنه يې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره هم هغه مهال راپورته کړه کله چې نوموړی د اپرېل پر ۲۸مه نېټه د کوټې په سفر وو.
هم د دې سفر په دوران کې عمران خان د کوټې بای پاس سړک ۲۲ کلوميټره برخې د پراخولو منصوبې پرانيسته وکړه.
د بلوچستان پر سړکونو ان پیاده کسان، سايکلان او موټرسايکلونه هم ليدل کېدای شي او کله نا کله داسې هم وي چې د شاوخوا کليو رمه يا نور څاروي هم تر سړکونو تېرېږي راتېرېږي.
نو په داسې حال کې د پېښو يوه وجه د ټرافيکي اصولو نه مراعاتول او تېز رفتاري ده. يو وخت به د کوټې ټيکسي سټېنډ څخه چمن ته داسې ټيکسيان تلل چې ورباندې به ليکل شوي ول ( چمن يا کفن- ګور یا کور). خو اوس هم له دې ځای څخه ټیکسیان چمن ته چلېږي البته دغه ليکنې ورباندې نشته.
خو بیا هم مسافران شکایت کوي چې ډرايوران تر ټاکلي حد ګاډيانې تېزې چلوي. پر دې سړکونو د وړو موټرانو لپاره له زیات څخه زيات رفتار قانوني حد په يو ساعت کې ۱۰۰ کلوميټره او د بسونو او ټرکونو لپاره ۹۰ کلومیټره دی.
له چمن څخه کوټې ته ستون شوي يو مسافر سيد محمد له ټيکسي تر کوزېدو سمدستي وروسته مشال راډيو ته وويل چې پر لاره يې تل له ډرايورانو سره د ګاډۍ ورو چلولو په اړه جنجال وي.
"ډرايوران موټر دومره تېز چلوي چې موږ د ويرې له کبله لاسونه په زړه اېښې وي او په وار وار مو له دوی سره جنجال هم شوی دی."
خو ډرايوران او د ټرانسپورانو اتحاديې مشران بیا برعکس خبره کوي. د ټېکسي ډرايور مير احمد وايي چې د ټرافيکي اصولو سره سم په يو ساعت کې تر ۸۰ کلوميټره زیات موټر نه چلوي.
"يو يا دوه ډریوران به خامخا داسې وي چې رفتار به يې تر۸۰ زیات وي خو د ټرافيکي پېښو لویه وجه د سړکونو تنګوالی دی او که پراخ شي نو تر ډېره به پېښې راکمې شي."
په بلوچستان کې زیات ټرافيک د چمن-کوټې - کراچۍ ترمينځ پر لویه لار وي. په دې کې شخصي او د سوارلۍ ګاډۍهم شاملې وې. د بلوچستان د ټرانسپورټ سېکرېټري بشير بنګلزۍ وايي چې پر دې لار هره ورځ ۳۶۰ لوی بسونه چلېږي.
نوموړي مشال راډيو ته وويل چې ډېری ټرافيکې پېښې د دې بسونو له وجې کېږي ځکه چې ډرايوران بسونه ډېر تېز چلوي. د ده په وينا حکومت د تېز رفتارۍ د مخنيوي لپاره تراوسه په ۱۶۰ بسونو کې څارګرې کېمرې لګولې دي.
"دا کېمرې د بس رفتار څاري چې مرکز يې په کوټه دی، که چېرې يو ډرايور تر ټاکلي قانوني رفتاره تېز ولاړ شي نو له کنټرول روم څخه ورسره په ټيليفون رابطه وشي. کله داسې هم شوي دي چې بس مو ځای پر ځای درولی دی."
د ټرانسپورټ چارواکي، هغه ډرايوران او د بس مالکان جرمانه کوي چې د رفتار قانوني حد نه مراعتوي.
د بلوچستان ټرانسپورټ حکومتي څانګې له خوا مشال راډيو ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې چارواکو د څلور بس کمپنیانو پرضد اقدام کړی او د ځينو دفترونه يې ورتړلي دي. د دې ترڅنک يې ۴۰ نورو کمپنیانو ته د خبرداري نوټس هم ورکړی دی.
خو چې کله له ټرانسپورټرانو سره خبره وشي نو هغوي د تېز رفتارۍ او د کېمرو لګولو په اړه خپل شکايت لري.
البته ناصر شاهوانی په ټرافيکي پېښو کې د ډرایورانو مسوليت تر يوه ځای پورې مني خو د ده په وينا پر دوی د ځينو مسافرانو له خوا هم دا فشار وي چې بس تېز وچلوي او دوی کراچۍ ته ژر ورسوي.
"چېرې چې د ډرايورانو غلطي وي موږ يې منو او پخوا مو هم منلې ده. موږ انکاري نه یو چې زموږ له ډرايورانو څخه لاپرواهي نه کېږي خو اصل خبره دا ده چې د کوټې او کراچۍ ترمینځ ګڼ شمېر حکومتي پوستې جوړې دي چې ورباندې مسافران ځای پر ځای تر ساعتونو ساعتونو پورې د تلاشۍ لپاره درول کېږي. ځکه خو بیا مسافران پر ډرايورانو فشار اچوي چې موږ ژر تر ژره ورسوئ."
ټرافيکي پېښو ته طبي غبرګون
عزيز احمد جمالي په ۲۰۱۸ز کال کې چې کله د خبریال عدنان عامر خپور شوی تحقيقاتي رپورټ ولوست نو احساس ورته وشو چې په بلوچستان کې ټرافيکي پېښې دومره لوی زیان اړوي خو د زخميانو لپاره هيڅ منظمه انتظام نشته.
نوموړی د بلوچستان صحت څانګه کې افسر دی نو ژر ژر يې يو پلان جوړ کړ او صوبايي کابینې ته يې وړاندې کړ چې سمدستي منظور شو.
پلان د ټول بلوچستان پر لويو لارو طبي مرکزونه جوړول او په اېمبولېنس کې د ټرافيکي پېښې ځای ته رسېدل وو. تر منظورۍ وروسته هغه په هر ۱۰۰ کلوميټره فاصله کې د يوه یوه مرکز پر جوړولو کار پيل کړ او تر دې دمه يې ۱۴ جوړ کړي او شپږ نور به ژر جوړوي.
دوی د دې لپاره يو ټيليفون لاين ځانګړی کړی دی چې ورته ۱۱۲۲ وايي او هرڅوک کولای شي چې په دې نمبر زنګ ووهي او د پېښې ځای وروښيې چې له دې وروسته په شاوخوا ۴۰ منټه يا يو ساعت کې اېمبولېنس او طبي عمله ورورسېږي.
عزيز جمالی وايي چې په تېر ۱۷ مياشتو کې يې تر ۱۴ زره زیاتو زخميانو ته طبي مرسته رسولې او د ده په خبره تر دې پروژې له مخه به په سړکونو د ټرافيکي پېښو له کبله د مرګ شرح زیاته وه خو اوس پکې شپږ چنده کمی راغلی دی.
د فېسبوک تبصرې