''پاکستان کې چې دا مهال څه روان دي، له هغې داسې ښکاري چې دا به د سعودي عرب، چین او د ترکیې په څېر ملک جوړ شي، چې پکې به یوازې د حکومت نظر مخې ته راځي او د مخالفینو پر نظر به پابندي وي.''
دا څرګندونې د فريډم نېټورک په نامه د رسنيو حقونو ادارې مشر اقبال خټک د جون پر لومړۍ نېټه له مشال راډيو سره کولې. نوموړي پر خبریالانو تشدد، د بیان ازادی مخنیوی او د بې ځایه سنسرشېپ دوام د پاکستان راتلونکې لپاره د انديښنې وړ وباله.
نوموړي وویل چې له تېرې څه مودې راهیسې په ملک کې پر ''خبریالانو د تشدد او د هغوی د غږ غلي کولو پېښې'' کېږي خو حکومت یې پروړاندې ''هېڅ ډول اقدامات'' نه کوي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر خبریال اسد طور په خپل کور کې دننه حمله وشوه او بیا خبریال حامد میر د کېپیټل ټاک پروګرام له کوربتوبه لیرې کړل شو. اقبال خټک دې پېښو ته په کتو زیاته کړه، هغه کسان چې پر ميډیا ګوزارونه کوي، حکومت ته نه ښکاري.
د مې میاشت پر ۳۱مه خبریال حامد میر مشال رېډیو ته وویل چې جیو نیوز د کیپټل ټاک په نامه د خپرونې له کوربتوبه لیرې کړی دی او له هغه یې د مې میاشتې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د خبریالانو د مظاهرې پر مهال د وینا سپیناوی غوښتی دی.
حامد میر په دغه وینا، کې پر استخباراتي ادارو تور پوری کړی وو چې پر خبریال اسد علي طور د مې پر ۲۵مه په حمله کې لاس لري خو بیا د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت د مې پر ۳۰مه په یوه بیان کې وویل چې ای اېس ای په "سپینه" پر خبریالطور په حملې کې د ککړتیا تورونه ردوي.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د جون پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته وویل چې پر اسد علي طور په برید کې ښکېل کسانو کې د یوه تن نیولو ته نېږدې شوي دي او د حامد میر خپرونه دوی نه ده بنده کړې.
"زما یقین دی چې د اسد طور په پېښه کې به موږ حقیقت ته ورسېږو. نادرا، ایف ايي اې او پولیس په ګډه پلټنې کوي. د حمله کوونکیو د ګوتو د نښو پلټنې روانې دي او دا درې حمله کوونکي که درې څلورو ورځو کې معلوم نه شول نو بیا به یې موږ اشتهار ورکوو. د دې کسانو نیول ځکه هم ضروري دي چې ځینې خلک د خپلو بهرملکیو مالکانو خوشالولو لپاره بې ځایه زموږ حساسې ادارې په نښه کوي."
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په خپل یو راپور کې لیکلي چې له دې وړاندی خبریال طلعت حسین، نصرت جاوید، مرتضی سولنګي او مطیع الله جان په ټیلېویژنونو کې له نوکریو وتلي او یا یې نوکری ور ختمې کړل شوي دي.
په پاکستان کې د بیان ازادۍ مدافع او خبریال عدنان رحمت بیا وايي، حکومت ویلي ول چې د خبریالانو د لیرې کولو معامله د رسنیو او خبریالانو ترمینځ ده خو په پاکستان کې رسنۍ د عام وګړي د رایې اورېدو هېڅ اختیار نه لري.
د حکومت دا یوه تګلاره ده چې سنسرپ زیات کړي ځکه چې د موجوده حکومت د تېرو دوو حکومتونو پرتله د تنقید زغمولو ماده ډېره کمه ده. په پاکستان کې کړنلارې یوازې ولسي حکومت نه بلکې ریاستي ادارې هم جوړوي. د دې پالیسیو چې کله پر ولس اغېز کېږي نو بیا خو به بحثونه هم کېږي. ولس له میډیا د رښتیا اورېدو تمه لري. په پاکستان کې روزانه پر ۴۷ چینلونو له ۱۴۰ نه زیات د روانو چارو پروګرامونه کېږي او په دې کې ریاست خپل کسان کښېنوي. د ميډیا ادارې سره دا اختیار نه وي چې په خپرونه کې به مېلمانه څوک او څه سوالونه وي؟ بیا د سنسرشپ په ذریعه رسنۍ نورې محدوده کړي او چې کوم کوربه ازادې خبرې کوي نو هغه له خپرونې لیرې کړي.'
د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د مې پر ۲۱مه په قامي اسمبلۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب بیل وړاندې کړی وو. خبریال مطیع الله جان چې د ۲۰۲۰ز کال په جولايي کې د شاوخوا ۱۲ ساعتونو لپاره تښتول شوی وو، د جون پر لومړۍ نېټه یې مشال رېډیو ته وویل چې باید حکومت د خبریالانو غږ غلي کولو پرځای پر هغوی د شوي تشدد او حملو پلټنې وکړي.
"له رسنیو سره داسې مخکې هم شوي دي او زیات فشار به د ایسټېبملشمنټ له اړخه وو. د خبریالانو د تحفظ بیل د پاکستان میډیا ډیولپمنټ اتارټي په نوم د هغه فرمان [ارډینینس] پر وړاندی هسې یوه دهوکه ده چې له مخې به یې خبریالانو ته سزاګانې ورکول کېږي. که دا ارډینینس منظور شو نو دا به د خبریالانو لپاره یو تور او خطرناکه قانون وي."
د پاکستانيو رسنیو له مخې، چارواکي دا دریځ لري چې پاکستان میډیا ډیولپمنټ اتارټي ارډینینس به خپلواکه، شفافه او موثره وي او د ډیجټیل میډیا په ګډون به پر ټولو رسنیو لاګو کېږي.
په پاکستان کې د فريډم نېټورک په نامه د رسنيو د حقونو ادارې مشر اقبال خټک ویلي چې د ۲۰۲۰ز کال له اپرېل راهیسې په پاکستان کې پر خبریالانو د تشدد ۱۴۸ پېښې ثبت شوي چې پکې د بېلا بېلو تورونو پر سر د رسنیو د کارکوونکو بندي کول هم شامل دي.